افغان کرکټ لوبډلې نړیوال جام د غوراوي سیالیو اتلولي وګټله

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري ۵مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام د غواروي سیالیو په پای لوبه کې ویسټ انډیز ته لویه ماتې ورکړه.
 
د دغو سیالیو پای لوبه نن د زمبابوي په هراري ښار کې ترسره شوه.
 
د نن لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او توپوهنې پرېکړه وکړه.

ویسټ انډیز د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره او له ۴۶،۵ اورو څخه ۲۰۴ منډې جوړې کړې.
 
د توپ اچونې په برخه کې مجیب الرحمن ۴وېکټې ترلاسه کړې، دولت ځدران، شرف الدین اشرف او راشد خان یوه ـ یوه وکټ ترلاسه کړل.
 

د توپ وهنې په برخه کې افغان لوبډله وتوانېد ورکړل شوې هدف په ۴۰،۴ اورو کې او د درې لوبغاړو په سوخېدلو سره پوره کړي.
 

محمد شهزاد له ۹۳ توپونو څخه ۸۴ منډې جوړه کړه، ګلبدین نایب ۱۴ منډې، رحمت شاه ۵۱ منډې، سمیع الله شینواري ۲۰ منډې او محمد نبي ۲۷ منډې جوړې کړې.