د فوټبال يو لوبغاړی د لوبې په جريان کې په ناڅاپي ډول مړ شو

روهي (يوه نۍ/۵ د وري)، د کروټيا په نوم د يو اروپايي هېواد د فوټبال لوبغاړی برانو بابن، د لوبې په جريان کې سينې په توپ ولګېد او وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي د خپل هېواد په لوبډله کې د کروټيا په کوربتوب د اسلوونې په نوم له يوې بلې لوبډلې سره لوبه کوله، چې د لوبې له پيل څخه ۱۵ دقېقې وروسته د مقابلې لوبډلې د سلاوانېجا پوزېګا په نوم د يو لوبغاړي له خوا سينې ته په توپ ووېشتل شو او څلوېښت دقېقې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

برانو بابن د لوبې له ميدان څخه په امبولانس کې روغتون ته يوړل شو او ډاکټرانو هڅې وکړې چې ژوند يې وژغوري، خو له څلوېښتو دقيقو وروسته نوموړی ومړ.

برانو بابن ۲۵ کاله عمر درلود او د خپل هېواد د فوټبال لوبډلې مشهور او تکړه لوبغاړی وو. که څه هم د برانو بابن د مړينې ظاهري لامل په سينې د ټوپ لګېدل ښوودل شوي، خو ډاکټرانو يې د ناڅاپي مرګ په اړه پلټنې پيل کړي دي.