امریکا کې خلک پر فیسبوک بې باوري شوې

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،وري۴مه) په امریکا کې فیسبوک له یوې تېروتنې وروسته میلیاردونه ډالره زیان کړی دی.
 
ویل شوي، چې د ونډې په بازارونو کې فیسبوک د ونډو بیه ۵۸ میلیارده ډالره را لوېدلې ده.
 
هلته د مشورې یوه سیاسي او حقوقي شرکت د فیسبوک د کاروونکو د اطلاعاتو د خپراوي خبره کړېده، چې پر فیسبوک د خلکو باور کم شوی دی.
 
د برېتانیا یوه تلویزیوني چینل د آنالیتیکا شرکت له قوله لیکلي وو، چې دوی د امریکا په ټاکنو کې د ۵۰ میلیونه کاروونکو له اکونټونو معلومات غلا کړي دي او د ټرمپ په ګټه یې کارولي دي.
 
که څه هم د فیسوک مشر زاکربرګ د دغه تېروتنې له امله له ټولو کاروونکو بښنه غوښتې خو لا هم ددغه کمپنۍ پر ضد کمپاین روان دی.