ايرلنډ ته په ماتې سره د کرېکټ ملي لوبډلې نړيوال جام ته لار پيدا کړه

روهي (جمعه/۳ د وري)، نن ورځ افغانستان د ايرلنډ پر وړاندې لوبه کې، په ۴۹ اوور کې د ۲۰۹ منډو په تر لاسه کولو سره ايرلنډ ته ماتې ورکړه او په دې سره يې د کرېکټ نړيوالو لوبو ته لار پيدا کړه.

د نننۍ لوبې پچه ايرلنډ وګټله او بيټينګ کول يې غوره کړل، چې افغان لوبغاړو د ښې توپ اچونې له امله د ايرلنډ له خوا ورکړل شوی ۲۰۹ هدف پوره کړ او لوبه يې وګټله.

د افغان لوبغاړو له منځ څخه راشد خان درې او دولت خان دوه ايرلنډي لوبغاړي وسوځول. د ايرلنډ لوبډلې ټول اووه لوبغاړي وسوځېدل او سټرلینګ يې تر ټولو زياتې ۵۵ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړي محمد شهزاد ۵۴ منډې او ګلبدين نايب ۴۵ منډې جوړې کړې. په همدې اساس محمد شهزاد د افغانستان د لوبډلې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

افغانستان له دې وړاندې ویسټ انډیز او اماراتو لوبډلو ته هم ماتې ورکړې وي، خو نننۍ لوبه ورته مهمه او پرېکنده وه، چې په دې سره يې د ۲۰۱۹ ز کال د کرېکټ د نړيوال جام لوبو ته لار پيدا کړه.