
په خيبر پښتونخوا کې پښتانه ولې راپورته شوي دي او ولې مبارزه کوي؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
پاکستان نه وو جوړ شوی، چې په ۱۸۹۳ ز کال کې د پښتانو يو لويه برخه جدا شوه او په بريتانوي هند پورې وتړل شوه. په ۱۸۹۳ ز کال د افغانستان د وخت پاچا امير عبدالرحمن خان له بريتانوي هند سره يوې هوکړې ته ورسېد، يو تړون يې لاسليک کړ، چې په پايله کې يې د ډيورنډ کرښه رامنځ ته د پښتونخوا سيمې په بريتانوي هند پورې وتړل شوې.
په ۱۹۴۷ ز کال کې، هند خپلواکي واخېستله او انګليس له هندوستان څخه بهر شو. د هند د خپلواکۍ سره يوځای هند ټوټه هم شولو. يو لويه برخه د پاکستان په نوم ورڅخه جدا شوه. د واحد هندوستان مشرانو او همدا ډول د پاکستان د جوړېدو ملاتړو مشرانو، پښتونخوا، بلوڅستان، سند او پنجاب پاکستان ته ورکړل او ورڅخه په دې نوم يو هېواد جوړ او د نړۍ په جغرافيوي نقشه يې ځای پيدا کړی.
پاکستان اوس څلور ايالتونه دي، پښتونخوا، بلوڅستان، سند او پنجاب، خو د وکړو پر بنسټ؛ سند او پنجاب تر ډېره پنجابی قوم لري، ژبه يې اردو او همدا ډول د پاکستان د وکړو په اساس، د پښتنو او بلوڅو په پرتله دوی اکثريت دي.
پنجابی اکثريت سبب شوی دی، چې سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او نورې چارې، ټاکنې او پرېکړې د اکثريت پنجاب په خوښه او ګټه ترسره شي، چې په پايله کې پښتانه او بلوڅ د دوی له خوا د منځ ته راغلو او توشيح شويو قوانينو تر سيوري لاندې بايد ژوند وکړي.
نېږدې اووه لسيزې کيږي، چې هندوستان د بريتانوي هند په وسيله ورکړي شوې افغان خاوره پاکستان ته ورکړه او پاکستان منځ ته راغی. د پاکستان د منځ ته راتګ څخه بيا تر نن ورځې پورې، هلته او دلته، مشران او عام خلک ژوره همدردي او مينه سره ښيي. دې خوا افغانان او په ځانګړې ډول پښتانه؛ پښتونخوا خپله خاوره، ډيورنډ تپل شوي کرښه او هغه غاړې ته ولس خپل وجود ګڼي، هغه خوا ولس بيا، يو شمېر په څرګند ډول سره ځان ته افغان وايي، افغانستان خپل لوی کور بولي او د لوی افغانستان د جوړېدو غږ هم کله کله پورته کوي.
که له بشري او انساني ليدلوري ور تېر شو، نو په افغانستان کې ډېری افغانان او په ځانګړي ډول سره پښتانه، هغه وخت د کرښې د هغه غاړې پښتنو سره لېوالتيا، مينه، همدردي او ملاتړ ښيي، چې دوی ځان ته افغان ووايي او د لوی افغانستان چيغه پورته کړي، نو بيا د هغه غاړې پښتون ورور او ځېګر دی، خو که چېرې د کرښې هغه غاړې ته پښتون ځان ته پښتون وايي، پاکستان خپل هېواد بولي، په پاکستان کې په ژوند او د پاکستان په تعبيت خوښ وي، نو بيا دغه خوا افغان يا پښتون ورڅخه کرکه کوي او مينه يې په نفرت بدله شي.
لنډه دا چې، ډېری افغانان له هغه پښتنو غواړي چې په هر صورت وي له پاکستان څخه بايد جدا شي؛ د لوې افغانستان برخه دې شي او يا دې هم خپلواکه هېواد پښتونخوا او پښتونستان شي.
څو مياشتې وړاندې چې په پاکستان د پښتنو لاريونونه پيل شول، نو دلته يې نورو پښتنو کلک ملاتړ وکړ او که چېرې به يې (لر او بر يو افغان) شعار هم تر غوږو شو، نو وينه به يې دومره په جوش راغله، چې پاکستان ته به يې د تګ تکل وکړ او له دوی سره په ژوندۍ مبارزه کې برخه غوښتله. له بلې خوا، که د کرښې هغه غاړې ته پښتنو به د (لر او بر يو افغان، لوی افغانستان...) شعارونه او غوښتنې نه درلودې، نو بيا به افغانانو ورڅخه خپل ملاتړ واخېست او په ورسره شوي ملاتړ او مينه به هم پېښمانه شول.
تر اوسه هم څرګنده نه ده، چې د کرښې هغه غاړې ته پښتانه، د لوی افغانستان او يو افغان د شتون په پار مبارزه کوي، خپلواکه پښتونستان غواړي او که يوازې په موجوده وخت کې د پاکستان د پوځ او حکومت له خوا پر دوی د روان ظلم، ستم، توپيري چلند، وژنې، د ترهګرۍ په نوم د جګړې پای او د خپلو حقوقو د نقض پر وړاندې مبارزه کوي.
۱- که چېرې پښتانه د لوی افغانستان غږ پورته کوي او مبارزه يې د خپل لوی کور برخه جوړېدل وي، نو افغانانو، نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ته څه کولو په کار دي؟
۲- که چېرې پښتانه؛ نه له افغانستان سره ځان تړي او نه هم له پاکستان سره، بلکې خپلواکه هېواد او پښتونستان غواړي، بيا دې څه وشي؟
۳- او که چېرې د کرښې هغه غاړې ته پښتانه، د پاکستان په تعبيت خوښ وي، پاکستان خپل هېواد بولي او يوازې يې مبارزه د پاکستان تر حاکميت لاندې او د پاکستان په خاوره کې د خپلو حقوقو لاس ته راوړل وي، نو بيا افغان حکومت او افغانانو ته څه کول په کار دي؟
د روهي خبرې کوي Rohi Talks د دې اونۍ په خپرونه په همدې موضوع خبرې کوو، تاسو د روهي وېب پاڼې لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سره له اوسه په کمېنټ کې راته خپل لېدلوري او نظرونه وليکئ او يا هم سبا ماښام (نۍ د وري د مياشتې په څلورمه نېټه، د ماښام له ۷:۰۰ بجو تر ۸:۰۰ بجو پورې) په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.