دنومیالي لیکوال سر محقق دوست شينواري د ۲۵ تلين نمانځغونډه

د روان کال دمارچ په نولسمه نيټه دماښام په شپږ بجو د سر محقق دوست شينواري دمړینې ۲۵ تلين په يوې غونډي کې ونمانځل شو. غونډې ته له ليرې ښارونو او ځايونو ډير کسان اود خداى بخښلي دوست مينه وال راغلي ول. له پروگرام سره سم غونډه دشاعر نظيف الله تکل په ویندويي لومړى دقران پاک دڅو ايتونو په لوستل شروع شوه. بيا ملي سرودواورول شو او له هغه وروسته دغونډې چلوونکي د ارواښاد دوست ېو شعر ولوست. په لومړي سر کې عزيز معارج د دوست د کورنۍ يو دوست د استاد سر څيړونکي دوست لنډه پيژندنه ولوسته. وروسته بيا تکل صيب له نا متوژبپوه دوکتور مجاور احمد زيار نه هيله وکړه چې خپله وينا واوروي.

خو په همدې شيبه کې په علمی او ټولنیزو چاروکې د اولسمشرسلاکار شاعر او ليکوال استاد داکتر لعل پاچا ازمون له کابل نه په ليکه شو اود دوست شينواري دتلين په مناسبت يې ددې غونډې دجوړيدو دنوښت ستاينه وکړه . هغه همدا راز وويل چې اولسمشر يې هم له دې غونډې خبر کړ اوهغه دفرهنگيانو ددې کار ستاينه او دوست يې د هيوادد فرهنگ اوادبياتو ځلانده ستورى وباله.

په همدې لړ کې لعل پاچا ازمون د ارواښاد دوست شينواري په ټولو اثارو په ځانګړي توګه دده په ((داولسي ادب لارې د اثر په تيورې ښکلي رڼا واچوله چې دحاضرو کسانو له خوا دهرکلي سره مخامخ شو. دلعل پاچا ازمون له خبرو وروسته داکتر مجاور احمد زيار نه غوښتنه وشوه چې خپلې خبري وکړي.

دوکتور مجاور احمد زيار په خپلو خبرو کې له دوست شينواري سره ان دزلميتوب له وخته په خپلو اړيکو رڼا واچوله او دگډو فرهنگي هلو ځلو په باب يې په زړه پورې مالومات وړاندې کړل. دوکتور مجاور احمد زيار په ټوله دوره کې دسر څيړونکي ارواښاد دوست نه ستړې کيدونکي هلې ځلي چې د پښتو دودې اوپر مختگ له پاره يې کړي وې په تفصيل بيان کړې . همدارنگه دوکتور زيار دځينو متعصبو عنعنه پرستو پښتو پوهانو او تنگ نظرو پښتنو فرهنگيانو له خوا دپښتنو دنوې نسل اوځوان کول په وړاندې ډبرې غورځول او خنډونود ايجادولو يادونه هم وکړه . هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې دوست شينوارى يو زړور ، مصمم اوپه پښتو مين انسان وو . هغه په ضمني توگه وويل که ووايم چې دوست يو شهيد دى نو بې ځايه به نه وي چې دا خبر ې بيا وروسته ديو بل وينا وال په خبر وکې نورې هم ښه روښانه شوې.

وروسته وارتکړه لیکوال او څیړونکي اکبر کرگر ته ور کړل شو:
هغه دخبرو په سر کې دټوکو په ژبه يوه شعار ته اشاره وکړه چې ليکلي وو. پښتونه را ويښ شه. کرگر وويل کاش په دې بل ديوال مو شعار ځوړند کړى واى چې په کې کښلي وايى. ((دافغانستان دعلومو اکاديمي او د اطلاعاتو او فرهنگ وزارته ويده شه اوخوب مو پوره کړئ، داسې نه چې بې خوبي مو واخلي )). د هغه هدف دا وو، چې نن په هيواد کې يو غويمنډ پيل شوى دى. دهرې اونۍ په سر اوپاى کې ديوه جنگ سالار تلين نمانځل کيږي. په هره ورځ د يو انسان وژونکي او په وطن اوازادۍ د يو معامله گر ورځ نمانځل کيږي. دهغو قبرونه جوړيږي . خو دفرهنگي سترو سټو په باب هډو څوک فکر نه کوي . هغه زياته کړه، ليري نه ده چې يوه ورځ به له خيره دشفيع ديوانه، قوماندان قلم او قوماندان چمن او قدوس کل او نورو جنگ سالارانو ورځي هم ونمانځل شي. داخو د علومو اکاديمي دنده وه چې ددوست قدرداني يې کړې واى خو نه پوهيږي چې دغه اکاديمي دنصوارو توليد کوي اوکه بله کومه دنده لري . اوداطلاعاتو اوفرهنگ وزارت ټيپر پلوري او که گازري.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه : لومړى تر هر څه هغو کسانو ته چې ددې غونډې تابيا يې کړې کور ودانې وايم. سره له دې چې دا کار بايد يا د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت اويا د علومو اکاديمي له خوا هم تر سره شوى واى خو پوهيږو چې هلته جنگي حالت دى ، په جنگي حالت کې دجنگ سالارانو قدر کيږي دانسانانو کړو ته دچا پام نه وي ...

هغه وويل: موږ يوه ورځ د ۱۹۹۳ کال په ژمي کې دوست صيب پوښتنې ته ورغلو هغه دخپلې ناروغي په باب کيسه کړه. دوست چې څو ورځي دمخه دافغانستان دعلومو اکاديمي ته تللي ونوداکاديمي په انگړ کې د د فترونو المارۍ را نسکورې شوې وې، کتابونه هم په کې پراته وو. خو نوي راغلي ساتونکي چې لنډ جمپرونه به يې په تن وو ، لنډو ږيرو به يې مخونه ورپټ کړي وو. خيرن پکولونه به يې پر سر اودسمالونه به يې پر غاړه کې طوق لعنت په توگه اچولي و ، داکاديمي کتابونه به يې اور ته اچول اوپر هغو به يې ځانونه تودول. خو دساراگشت له پاره يې دالماريو له شلفونو څخه کار اخيست. په لږو ورځو کې دالماريو شلفونه له مرداريو ډک شوي وو.

خداى بخښلى دوست چې دوطن پر فرهنگ اوتاريخ مين و چې همدا صحنې يې ليدلي وي ،دزړه درد يې نور هم پسى زيات شو. په کوم مهال چې دهيواد فرهنگ وينه (يو ډول چنجى چې لرگې خوري اوخوسا کوي يي) وکړه . ددوست دزړه درزا هم زياته شوه اوله هغې وروسته چې يو وار بيا ورغلم نو د بل ځل له ليدلو له مخه يې سترگې پټې کړې وې.

اوس خو دوست استاد زموږ په منځ کې نشته ،خو دهغه با غروره روح اوپه هيواد اوخلکو اوپښتو مين روح زموږ د هريو په وړاندې ولاړ دى . موږ ته دپښتو دزړې پانگې درس راکوي . موږ ته روښان او ميرزا خان تشريح کوي . دمعاصرو ادبياتو تيوري اود اولسې ادب لارى راښا يي . اوښه لا داچې استاد له گوتو په شمير پوهانو له ډلې څخه و چې په روښانيانو يې څيړنې کړې دي. دميرزا ديوان يې چاپ کړى، روښاني رساله ،دعلم رساله اوپه نورو يې څيړني کړي دي . استاد دوست دخپلو زياتو خدمتونو په څنگ کې يو بل ستر کار هم کړى چې په اوستا کې يې دافغانستان څرک لگولي دي اوهلته يې پښتو اوپښتانه تثبيت کړي دي.
د دې رسالي اهميت په څه کې دى؟
 
اهميت يې دادى چې زموږ هويت تل اويا کله نا کله له ننگونې سره مخامخ وي يا يې مخامخ کوي يا هر وخت ننگول شوى دى. ځينې خو داسې فکر کوي چې پښتانه اصلن ددې هيواد اود دې ځمکي نه دي. دوى کډوال راغلي اوځمکې يې په زور غصب کړي دي. دوى فرهنگ نه لري. دوى ژبه نه لري دوى هيڅ نه لري. وگورئ د "تاريخ تحليلي افغانستان" له دې ډول اپلتو ډک دى.

خو د دوست صيب دا کار اوبيا راوروسته دداکتر صيب پوهاند مجاور احمد زيار کار په خپل ځاى کې اهميت لري. کاش چې هغه نور عمر کړى واى چې په دې برخه کې يې خپل کار لا بشپړ کړى واى.

غواړم د ارواښاد دوست دلارې دوستانو اومينه والو او دکورنۍ غړو اوفرهنگيانو ته يو وړانديز وکړم .هغه دادى چې د ارواښاد دوست ښه نمانځنه، او دده دنامه ژوندي ساتل ، دهغه داثارو اوپنځونو بيا چاپ او وړاندې کول دي. دې کې شک نشته چې استاد دوست به دپښتنو روښانفکرانو ،فرهنگيانو اوڅيړونکو په منځ کې تل ژوندى او لارښود وي. دا ځکه چې هغه يو ستر خدمت کړى دى ،نو دهغه خدمات بايد هير نه شي.

له کرگر وروسته ښاغلي شاه ولي زيرک ددوست شينواري دفرهنگې کارو نو دارزښت په باب په زړه پورې يادوني وکړي . همدارنگه په غونډه کې فايق خان يوسفزې چې له ليرې دې غونډي ته راغلي وو هم ددوست شينواري خدمتونه يادکړل اودپښتو ژبې په ژوندي ساتلو کې يې دارواښاد زيار اوهڅي وستايلي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې له ليکوال عبدالوکيل سوله مل نه غوښتنه وشوه چې خپله وينا واوروي . سوله مل هم په خپل وار سره ددوست صيب مرحوم سره خپلي نږدې خاطري را يادې کړې او دهغه د نه ستړى کيدونکي کار يادونه يې وکړه . سوله مل چې له ارواښاد دوست سره ېې ډېرې نږدې اړېکې درلودي په جزياتو سره يې د هغه دکارداهمیت او ځانگړنو يادونه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې ددوست شينواري زامنو همايون دوست او روښان دوست په خپل وار د خپل پلار خاطرې بیان کړې او هم يې د غوندې دگډون والو نه مننه وکړه.
غونډه دشپې په لسو بجو پاى ته وروسيده.