(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز، وري ۲مه) د بنګله دیش کرکټ بورډ اجرایوي مشر نظام الدین چوهدري ویلي، چې د افغانستان او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ د ۳ پنځوس اوریزه لوبې کېدونکې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د پلان له مخې دواړه هېوادونه به په راتلونکې جون میاشت کې دغه سیالۍ سره ولري.
په دې اړه لا افغان کرکټ لوبډلې څه نه دي ویلي.
د لمړي ځل لپاره افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۴ م کال د اسیا جام په سیالیو کې د بنګله دیش خلاف په لمړۍ سیالۍ کې پیل به بریا سره وکړ، چې د کرکټ نړیواله شورا یې هم ځانته متوجع کړه.
وروستي