افغان کرکټ لوبډله سبا له اماراتو سره لوبه لري

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،کب ۱۸مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره، له متحده عربي اماراتو سره مخ کېږي.
 
د دغې لوبډلې مشر راشد خان هیله‎ ښودلې، چې د اماراتو او ایرلنډ په وړاندې پاتې دواړه لوبې وګټي.
 
د هغه د خبري غونډې معلومات کرنکفو خپاره کړي دي.
  
زیاتوي، چې موږ به خپله پوره هڅه وکړو چې په پاتې دوو سیالیو کې ښه لوبه وکړو.
 
افغانستان تر دې مخکې د شپږو غوره ټیمونو په لومړۍ لوبه کې د ویسټ انډیز لوبډله ماته کړې ده.