ډوني: افغانستان په نړیوال کرکټ کې یوه نمونه ده

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان مهیندر سینګ ډوهني وايي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال کرکټ په سیالیو کې د رقابت ځانګړې نمونه ده.
 
هندوستان ټایمز لیکلي، چې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او اوسني لوبغاړي مهیندر سینګ ډوني تیره ورځ د نیپال لوبډلې ته د ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو د سټیټس یا دریځ اخیستلو مبارکي ورکړې ده او ویلي دي، چې نیپال لوبډله به د یو ورځنیو سیالیو د درجې معیار کمزوری نه کړي.
 
د ښاغلي ډوني په وینا؛ په نړیوال کرکټ کې د وړو لوبډلو رامخکې کیدل د نړیوال کرکټ لپاره پرمختګ دی.
 
نوموړي ویلي که کرکټ د یوې نړیوالې لوبې په توګه ساتل غواړو، نو دغه ډول لوبډلې باید رامخکې شي.
 
نوموړي دا هم ویلي دي، چې د یوې لوبډلې لپاره ثبات ډیر اړین دی او که یوه لوبډله بې ثباته وي، نو بیا یې مخکې راتلل ستونزه جوړي.