
روهي (نۍ/۲۶ د کب)، د هند بالېوډ سينما مشهور لوبغاړی سانجي دت د پاني پت د جګړه په اړه، چې د هند په مهراشترا ايالت کې رامنځ ته شوې وه، فیلم جوړه وي.
دغه فلم د پاني پت د درېيمې جګړې په کيسه او داستان جوړيږي، چې په ۱۷۶۱ ز کال کې د افغانستان د امپراتور احمدشاه ابدالي او د مرټا ځواکونو ترمنځ مهراشترا کې په ايالت رامنځ ته شوي وه.
فلم د هندوستان يوه تاريخي کيسه راخلي، چې د وخت افغان امپراتور هند تللی او د پاني پت په سيمه کې يې له مراټا پوځ سره جګړه کړي او دوی ته يې ماتې په کې ورکړې وه.
سانجي دت په خپل ټوېټر ليکي، چې ډېر ليوال دی، ترڅو په ياد فلم کې د احمدشاه ابدالي رول بازي کړي.
له سانجي دت سره په دې فلم کې نور مخکښ لوبغاړي، ارجون کپور او کرېټي سانن دي. د فلم د لارښوونې چارې ګارې ويکر پر مخ وړي.
د پاني پت فلم ځيني اعلانتي انځورونه خپره شوي او ټاکل شوې ده، چې د ۲۰۱۹ د دېسمبر په ۶ نېټه به مکمل فلم په هند او نوره نړۍ کې نندارې ته وړاندې شي.