فنلنډ  د ۲۰۱۸کال د نړۍ ترټولو خوښ هېواد

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۶مه) د ملګرو ملتونو راپور له مخې، د اوږده ژمي په لرلو سره فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد وپېژندل شو.
 
د بوروندي خلک، د مرکزي افریقا وګړي، سويلي سوډان، تانزانیا، یمن او افغانستان اوسېدونکي د نړۍ تر ټولو خپه خلک وګڼل شول.

فلنلنډ د نړۍ۱۵۶ هېوادنو ترمنځ د اوسېدو لپاره، غوره ځای ټاکل شوی دی.
 
 
فنلنډ، ناروې، ډنمارک، ایلنډ او سویس د ژوند کولو لپاره د نړۍ غوره هېوادونه یاد شول.
 
 
په دغه راپور کې آلمان پنځلسم، د امریکا متحده ایالات او لویه برېتانیا اتلسم او نولسم راغلي دي.
 
 
د ژوند کولو لپاره، تر ټول بد هېوادونه  بوروندي، مرکزي افریقا، سویلي سوډان، تانزانیا او یمن ګڼل شوي دي.
 
په دغه راپور کې افغانستان د ۱۵۶ هېوادونو څخه ۱۴۵ ځای نیولی دی.