روهي (پنځه نۍ/۲۴ د کب)، د ۲۰۱۹ ز کال د نړيوال جام د غواروي په سياليو کې، افغان ملي کرېکټ لوبډلې وېسټ انډيز ته په درې وېکټو نن ورځ ماتې ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه وېسټ انډيز ګتلې وه، چې د بېټېنګ کولو پرېکړه يې وکړه. وېسټ انډيز په ۵۰ اوور کې ۱۹۷ ټارګېټ افغان لوبډلې ته پرېښود او اته لوبغاړي يې وسوځېدل.
خو افغان لوبغاړو په ۴۸ اوور کې وېسټ انډيز ته ماتې ورکړه او لوبه يې وګټله.
په نننۍ لوبه کې افغان لوبغاړو؛ حمت شاه، محمد نبي سيمع الله شينواري ښه لوبه تر سره کړه او همدا ډول د وېسټ انډيز په لوبغاړو کې، شای هوپ، مارلن سميولز، جېسن هولډر او ايون لېوس د لوبې غوره لوبغاړي وو.
وروستي