پوتين: په سن پترزبورګ کې له ماتې وروسته مې وغوښتل چې ټکسي چلوونکی شم

روهي (پنځه نۍ/۲۴ د کب)، د روسيې اوسني ولسمشر ولادمير پوتين په يو مستند فېلم کې، چې د روانې مياشت د روسيې د ولسمشريزو ټاکنو په شپه به خپور شي ويلي دي، چې په ۱۹۹۰ کالونو کې د سن پترزبورګ د ښاروالۍ په ټاکنو له ماتې ورسته يې پرېکړه وکړه، چې ټکسي واخلي او د ټکسۍ ډرايور شي.

نوموړی په دې مستند فلم کې، په ۱۹۹۰ کالونو کې د خپل ځان په اړه وايي، چې په ټاکنو کې له ماتې وروسته يو لړ ناهيلو سره مخ وو او د دندې د نشتون له امله مې د ټکسۍ د چلولو پرېکړه کړې وه.

ولسمشر پوتين د ياد فلم په يوه برخه کې ويلي، "فکر مې وکړ، چې زه بايد څه وکړم؟ بيا مې د ټکسۍ په اړه فکر وکړ. زه په دې اړه ټوکې نه کوم، بل څه نه وو، چې ما تر سره کړي وای، ما دوه واړه ماشومان درلودل او زه اړ وم."

نوموړي وړاندې په کې جي بي کې د خپل دندې په اړه ويل، چې په کې جي بي کې زما دنده سخته وه او هغه وخت زما لپاره له خطرونو يو ډک وخت وو.

دغه دوه ساعته مستند فلم د پوتين په نومول شوی دی، چې د مارچ په ۱۸ مه يا د روسيې د ولسمشريزو ټاکنو په شپه به خپور شي. تمه ده چې اوسنی ولسمشر ولادمېر پوتين به غوڅ اکثريت سره د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي او د څلورم ځل لپاره به د روسيې ولسمشر وټاکل شي.