
دادی يو بل کال هم په تېريدو دی يو څو ورځې يې پاتي دي په دې کال کې د ډيرو ناخوالو شاهدان وو، داسې ناخوالې چې زمونږ ډېرۍ هيوادوال يې زمونږ له سترګو پناه کړل، ډېرې يې معیوب او لا يې ډيرۍ تردې دمه ترۍ تم دي او کورنۍ يې د راتلو په تمه دي.
د هېواد اوسنۍ وضعیت داسی دی چې سهار له کوره د دفتر په لور ځي ګمان نه کوي چې ماښام به خپل کور ته روغ راځي، دې حالت ټول هيوادوال په روحي رنځ اخته کړي دلته له انفجار پرته نور څه نشته- دلته له وژنو پرته بل څه نشته، هر چېری چې يو د وير په ټغر ناست يو د مور او خور له سترګو مو د غم اوښکي تويږي دلته اوس خوله په خندا نه خلاصيږي د ټولو په سترګو کې د هېلو پر ځای ناهېلې ځای نيولی- دلته يوازی وير دی ویر!!!
خو کله مو دا فکر کړی چې ولې؟
ولې مونږ دومره بدبخته يو؟
ولې مونږ وژل کیږو؟
ولې زمونږ مکتبونه سوزول کيږي؟
دا څلور لسيزې کيږي چې ددې جګړې په اور کې يوازی او يوازی افغانان سوزی دیخوا هم افغان وژل کيږي هاخوا هم، داسې ښکاري چې زمونږ حالت بدلیدونکی نه وي!
دادی زمونږ کړيدلي ولس یو بل د ځوريدنې او کړاو سره مل کال شاته پريږدي او نوي کال ته د زیاتو هېلو او آرمانونو سره سترګې په لار دی- دوی يوازی سوله غواړي او بس...
د یو سمسور او سیال افغانستان په هيله