پاچا او د نايي زوی

تيره ورځ مو له خپلو ملګرو سره د هيواد په روان دردونکي حالت، اقتصادي ناورین، نا امنۍ او کار اهل کار ته نه سپارلو موضوع بحث درلود يوه ملګري ډير ښه وويل چې زه يې تاسو ته د کېسې په ډول ليکم خو قضاوت ئې تاسو ته پريږدم چې آيا زمونږ او ستاسو په هيواد کې داسې نده؟!!!

پخوا زمانه کې يو پاچا وو چې هم مشهور په تقوا وو ددې پاچا رعيت له ده څخه ښه خوښ وو پاچا هيڅ اولاد نه درلود، وختونه تيريدل د الله تعالی کارونه دي د پاچا زوی پيدا شو له رنګه ډير تور وو د پاچا مېرمنې فکر وکړ که چيرې پاچا خپل زوی وګوري نو کیدای شي چې ما پريږدي (طلاق راکړي) پدې هڅه کې شوه چې څنګه يو ښايسته ماشوم پيدا کړي نو يې خپلې داييې ته وویل چې په ښار کې وګرځه او يو داسې ښائسته ماشوم پيدا کړه چې نوی پيدا شوی وي او دا ماشوم يې په بدل کې ورکړي که يې نه منله څه پيسې هم ورکړي، داییه په ښار کې ګرځيده تردې چې يو ماشوم يې پيدا کړ ډير ښائسته وو خو يو مشکل يې دا وو چې د يو نايي زوی وو د پاچا زوی يي د نايي له زوی سره بدل کړ او هم يې په بدل کې څه پيسې ورکړي او د نايې زوی يي د پاچا مېرمنې ته راوړ پاچا خبر شو چې زوی يي پيدا شوی، پاچا چې خپل زوی ولیده نو ډير خوښ شو او د الله تعالی شکرونه يې ادا کول.

وختونه تيريدل د پاچا زوی لويیده خو کړه وړه يې د نايي د زوی غوره کول چيرته چې به کښيناستو نو د ناييتوب چمونه به ئي کول خو برعکس د نايي زوی (د پاچا خپل زوی) کړه وړه داسې ول لکه يو سیاستمدار اکثره به ئې ماشومان راغوښتل او داسې به يې ښکاره کوله چې دوی يې ولس او دی يې ولسمشر دی او خپلې خبرې به ئې ورته کولې.

وختونه تيریدل پاچا د خپل زوی (د نايي زوی) څخه ډير تنګ شو په اکثره مجلسونو کې به يې د مشرانو سر ته شروع کوله او داسې به ئې ښکاره کوله چې ګويا ويښتان يې جوړوي هميش به ورسره ګمنځ او قيچي وه.
پاچا له دي حالت څخه ډير په تنګ شو له ډيره قهره ئې خپله ميرمن راوغوښته او ورته ئې وويل چې لدې وروسته دا ماشوم ارګ ته را پرينږدي که مې بيا په ارګ کې وليده نو خیر دي نشته.

د پاچا مېرمنې چې پاچا دومره په قهر ولیده نو يې پاچا ته وويل چې يوه خبره درته کوم خو شرط به ېي دا وي چې ما به نه پريږدئ، پاچا ورته وويل چې سمه ده ستا شرط منظور دی، د پاچا مېرمن په ژړا شوه او ورته ئې وويل چې پاچا سلامت خبره داسې وه: ستاسو چې کوم زوی پيدا شو هغه ډير له رنګه تور وو نو ما داسې فکر وکړ چې خدای مکړه ماته طلاق رانکړئ نو مې داييې ته وويل چې په ښار کې وګرځي او يو ښائسته ماشوم پيدا کړي تردې چې د نايي زوی يې پیدا کړ او دا دی ستاسو تر مخ دی.

دا کيسه کټ مټ زموږ په هيواد کې تطبقیږي چې: زمونږ او ستاسو د هيواد په يو شمیر وړ او مناسبو کرسیو داسې کسان ګمارل شوي چې له اصل څخه نایان دي خو مونږ او تاسو ئې له تفکیک څخه عاجز شوی يو او په خپل هيواد مو مسلط کړي دي او هغه چې وړ او مناسب شخصیتونه دي هغه مو له دايرې څخه ليری کړي.
((د هغې ورځې په هيله چې هيواد مو له شته بدبختیو خلاص وي))