د راتلونکو ټاکنو بریالی نوماند!؟

د راتلونکو ټاکنو بریالی نوماند!؟  په تېر پسې۰۰۰

د ډاکټر محمد اشرف غني وروسته احتمالي نوماندان کېدای شي، محمد عمر داودزی، داکتر انوارالحق احدي، زلمی رسول، ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال، د جمعیت گوند نوماند ( استاد عطا محمد نور؟ ) او ځیني نور چې لا یې ھڅې نه دي پیل کړ‎ي واوسي۰

دغو احتمالي نوماندانو په شخصي مېلمستیاو او ځینو یې په لویو مجلسونو کې خپله نوماندي په یوہ ډول سرہ اعلان کړ‎ېدہ۰

تقریبا ټول نفوذي اشخاص دي، ھر یو یې پخپل ځای کې منل شوی شخصیت دی، خو په یواځی ځان دغه یو نوماند ھم د بریاليتوب چانس نه لري، ځکه له یوې خوا ډېری نوماندان د یوہ قوي جناح یا حزب له لوري نه دي معرفي شوي د بل لوري مونږ‎ په افغانستان کې افغانستان شموله او ټولمنلی حزب لا ھم نه لرو!۰

په افغانستان کې بریالی نوماند کېدای شي په څو عمدہ دلایلو سر له اوسه په گوته کړ‎ای شو!
که چېرې حکومت ریښتیا ھم شفافو او سراسري ټاکنو ته ژمن وي، د ټاکنو کمېسیون خپله خپلواکي وساتلی شي ( د بې لوري خپلواکو بھرنیو او کورنیو څارنې بنسټونو او ولس اعتماد ترلاسه کړ‎ای شي او د ټاکنو پر مھال ھمدغه اصل ته ژمن پاتې شي؛ د څار نړ‎یوال او کورنيو بنسټونو، نوماندانو، احزابو او مدني ټولنو قناعت حاصل کړ‎ای شي )۰

د ټاکنو موضوع به یو څه اندازہ د خلکو د باور او قناعت سبب وگرځي، خو دا کومې ھڅې چې اوس د ارگ او اجرایه ریاست له لوري رواني دي او د ټاکنو خپلواک ریاست لا ھم د حکومت د ویاندوی دندہ سرته رسوي!؟
بیا نو ناشونې دہ، چې ټاکنې په سوله یېزہ توگه د یوہ حاکم ولسمشر څخه بل گتونکي نوماند ته واک ولېږ‎دوي، بلکه د یوہ نوي کړ‎کېچ زېږ‎ېدو لپارہ به لار پرانیزي!

د بل لوري یو عمدہ فکتور چې کولای شي پر دغه پروسه اغېز وښندي امنیت دی، که حکومت د ټاکنو او رایه ورکوونکو امنیت د ټینگښت ډاډ ور نه کړ‎ي، بیا ھم ناشوني دہ، چې سراسري او شفاف انتخابات ولرو، کېدای شي چې محدود او د تقلبه ډکې تجربې یوځل بیا تکرار کړ‎و۰

په ھر صورت:
که چېرې مونږ‎ پورتنۍ ستونزې ټولې حل وبلو، ھغه څه چې د رایه ورکونکو پام ځانته جلبولای شي او نوماند پرې ځان د بریالیتوب تر کچې رسولای شي داسې درجه بندی کولای شو۰
۱- د نوماند پوھه، زیرک تیا، وړ‎تیا، د وینا اغېز او د کار مخینه۰
۲- آغیز ښندونکې څېرې۰
۳- نړ‎یوال شھرت۰
۴- جامع طرحه ( ټاکنیز منشور )۰

۱- په افغانستان کې ډیموکراسۍ د تمثیل نوي پېر دا اولسم کال دی، ولسونه ویښ شویدي، څو دورې ټاکنې تجربه کړ‎ې، اوس د ښه او بد ترمنځ توپير تر پخوا ډېر ښه کولای شي، سرہ د دې چې په دغه سنتي ټولنه کې لا ھم ملک، خان، زورواکی او زرواکی په قدرت کې دی او ډېرې وخت د ھغه تصمیم د سیمې د خلکو تصمیم وي، خو بیا ھم ډېرہ سلنه خلک د خپلې ارادې د تمثیل غوښتونکي دي۰

دوی به په نوماندانو کې ھغه شخص ته ډېر خوښ وي، د چا چې علمي سویه لوړ‎ہ وي۰
د گاونډیو، سیمي او نړ‎ۍ حساسیتونه درک کړ‎ای شي، د ھغو سرہ په پورہ مدبرانه ډول د افغانستان په گټه لوبه وکولای شي۰

د وینا لپارہ یې الفاظ واضح وي، د اسلام مبارک دین ته درناوي سرہ د قرآن مجید او احادیثو ( ھغه څه چې د بشریت لارښود حضرت محمد ص ته منسوبوي ) حوالې په پورہ دقت سرہ ورکړ‎ي۰

ملي نوامیس په پورہ احترام سرہ په نظر کې و نیولای شي او ھمدا ډول د کار مخینه یې پاکه، د ھېواد او افغانانو په گټه تمامه شوي وي۰

۲- اغېز ښندونکو څېرو کې کولای شو، اشخاص، احزاب، قومي شورا گانې او ځیني مدني بنسټونه وشمېرو:
مثلا:
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اسلامي حزب او پخپله انجنیر گلبدین حکمتیار، استاد عبدالرب رسول سیاف، سید حامد آغا، صبغت الله مجددي، د جمعیت گوند، عبدالرشید دوستم ۰۰۰
خو مھم ھغه چې د ټاکنو برخلیک ته تغیر ورکولای شي۰

کېدای شي پخوانی ولسمشر حامد کرزی و اوسي، که چېری حامد کرزی د یوہ نوماند ترشا ودرېږ‎ي، د گټلو ډېر چانس به ولري، ځکه د کرزي نفوذ لا ھم پر ولسونو او تر دہ لاندې اشخاصو ھغسې لوړ‎ دی۰
کېدای شي دوھمه درجه کې انجنیر گلبدین حکمتیار، استاد سیاف، جمعیت گوند او نور حساب کړ‎ای شو، خو تکړ‎ہ او بریالی نوماند به ھغه شخص وي، چې د دغه مجموعې څخه اکثریت ھغه د ځانه سرہ ولري، په ځانگړ‎ې توگه پخوانی ولسمشر۰

۳- نړ‎یوال شھرت ډېر اړ‎ین دی، افغانستان د پخوا په پرتله اوس د نړ‎ۍ سرہ ډېر نږ‎دی شوی او نړ‎یوال ھم د افغانستان سرہ د پاتې کېدو او دوستۍ ډېرہ لېوالتیا لري، په ځانگړ‎ې توگه امریکا، اروپا او ځیني د سیمې ھېوادونه:

ھغه نوماند به د بریالي کېدو ډېر چانس ولري، چې د امریکا سرہ حسنه اړ‎یکې ولري، خو ھېرہ مو نه وي، چې روسیه، اروپایي ټولنه، چین او په ځانگړ‎ې توگه پاکستان، ایران او ھندوستان د افغانستان د قضیې او داسې لویو پروسو څخه بېرون نه پاتې کېږ‎ي او نه ھم ورته په کمه سترگه لیدلای شو۰
ھغه نوماند به د بریالي کېدو ډېر چانس ولري، چې د دوی ترمنځ د حساسیتونو په درک سرہ یوې اجماع ته رسېدلای وي۰

۴- د ټاکنو اصلي برخه د رایه ورکونکو اعتماد حاصلول دي، که څه ھم چې زہ پخپله پخوانۍ خبرہ یوځل بیا ټینگار کوم، چې د رایې بانکونه معلوم دي، خو د دې سرہ سرہ بیا ھم باید نوماند شمېرلي، په تول پورہ او د افغانستان عیني واقعیت ته په کتو سرہ یو جامع خط مش یا منشور ولري، دا ځل د ( غر غوښې سیند شوربا ) په مسایلو افغانان نه غولېږ‎ي۰

کېدای شي زما څخه ځیني نور فکتورونه پاتې وي، کولای شۍ تاسو قدرمن لوستونکي راپورہ کړ‎ۍ؛ زہ په پای کې د جمع بندۍ په توگه د دغه فورمول په واسطه یوہ محاسبه شریکوم او نور مو په الله سپارم۰
سراسري او شفافې ټاکنې:

د نوماند پوھه، زیرک تیا، وړ‎تیا، درایت، نیک شھرت، جامع څلور کلن او یا له ھغه ډېر وخت لپارہ پلان، د گاونډیانو، سیمې او نړ‎یوالو سرہ اړ‎یکې، د پخواني ولسمشر او نورو مشرانو قناعت د بریالي نوماند نښې نښانې دي۰
و ما علینا اللبلاغ