(روهي - ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تیره ورځ نیپال ته د شپږو وکټو او ۶۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د کرکټ نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړی لوبه سکاټلنډ، دوهمه لوبه زمبابوي، او درېیمه لوبه هانګ کانګ ته بایللی ده.
د افغان لوبډلې احتمال شته، چې د نړیوال جام سیالیو ته لاره ومومي.
معلومات ښيي چې افغان لوبډله یوازې په هغه صورت کې کولی شي نړیوال جام ته لاره پیدا کړي چې نيپل نن د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړي.
له دې سره د افغان لوبډلې پاینټونو لوړیږي او نړیوال جام ته د لارې موندنې چانس یې زیاتیږي.
افغان لوبډلې له څلورو یوه لوبه ګټلې او هانګ کانګ هم خو وروستی پایله به نن معلوميږي.
وروستي