(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۲۰مه) د کرکټ نړیوال جام په غوراوي سیالیو کې ویسټ انډیز لوبډله د لمړۍ لوبډلې په توګه د سوپر سیکس یا ۶ بهترینه لوبډلو مرحلې ته ورسیده.
د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ ميلادي کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالیو ته د ورتګ لپاره، د زیمبابوې په کوربه توب د غوراوي پړاو پیل شویو سیالیو کې د لمړي ګروپ څخه د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ، هالینډ او متحده عربي اماراتو د لوبډلو ماتولو سره دویم پړاو ته ورسیده.
د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ لپاره، د کرکټ غوراوي جام سیالۍ د زیمبابوې په کوربه توب سره پیل شوې دي، چې پکې ۱۰ لوبډلې په دوه ګرپونو ویشل شوې دي.
ویل شوي، چې په لمړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالینډ، متحده عربي امارات، پي این جي او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال کرکټ ملي لوبډله شامله ده.
د کرکټ غوراوي جام پړاو سیالیو په روان بهیر کې د ۱۰ ګډون کوونکو لوبډلو څخه ویسټ انډیز دویم پړاو ته رسیدلی دی، خو ایرلینډ او دویم ګروپ څخه سکآټلینډ او زیمبابوې خپل مخکې تګ اسانه کړی دی.
وروستي