
پاکستان د یو نظریاتي ملک په توګه له همغه جوړېدو را په دېخواه له بې شمیره بحرانونو سره لاس او ګرېوان وه او اوس اوس دغوبحرانونو نور یو نابودونکی حالت او شکل اختیار کړی.
د لوستونکو به یاد وي، چې دغه مملکت له جوړېدو لا لږ مخکې د نوم او پېژندګلوۍ له بحران سره لاس او ګرېوان وه، پنجابیان د نوم په ټاکنه کې دومره حېران وه، چې د هندې پنجاب په شتون کې یې د کوم د خپلې خوښې نوم لا نشوای پېدا کولی، پاکستان داسې یو نوم وه، چې له اوریدو سره خپله د بې هویتۍ په ډنډ لاهو کیدل وه، خو بله چاره هم نه وه.
پاکستان د نوم له بحرانه وروسته د ژبې د بحران په کړاو اخته شو، (بړا بهایي) خو پنجابی وه او پنجابي ژبه د هند د پنجاب د ایالت د ملیونونووګړو ژبه وه. داسې یوه ژبه یې د ملي ژبې په نوم ونوموله، چې د پاکستان په هیڅ سیمه کې د هېچا ژبه هم نه وه. په هر صورت اردو ژبه، چې تر ټولو ډیر ویونکي اوس هم په هندوستان کې لري د انګریزۍ ژبې تر څنګ ومنل شوه. حتی د لوستونکو به یاد وي، چې د (بړا بهایي) ډیرو سیاستوالو د هند د پنجاب د خلکو له شرمه آن خپله ژبه هم بدله کړه. هغه ملتونه، چې په لوی لاس خپلې ژوندۍ ژبې د مرګ کندو ته ور ټېل وهي هیڅکله هم ملت نشي پاته کیدای.
کله، چې د (جناح ډریم) درواغجن وخوت د بلوچستان د ریاست د لاندې کولو خبره په لښکر ویستنه پای ته ورسېده او د بلوچستان ریاست د پاکستان په خاوره ور ګډ شو. د دې تر مخه خیبر پښتونخواه او فاټا د قلابي ریفرنډم له لارې او د افغان چارواکو په بې غورۍ د پاکستان په خاوره ور ونښلول شو. شمالي علافه جات(ګلګت او بلتستان) لا د پاکستان د آئین له مخې د پاکستان اصلي خاوره نه ده او د کشمیر لانجه خو ټولو لوستونکو ټه مالومه ده.
پنجابی سامراج د لویه غوښتنې په داسې بې درمانه بیمارۍ اخته ده، چې د شرقي پاکستان (بنګلدیش)د ډیرکیو ارادې یې هم چیلینج کړې. بنګالیانو په نشت امکاناتو وکولای شول د جناح د خوب هغه لږه پاته برخه هم په یو شرموونکې رسوایي بدله کړي. بنګال نور بنګلدېش شو او د سندهودېش، بلوچستان او پښتونخواه د مستقلو ریاستونو هلو ځلو د پاک آرمي په وحشت او دهشت کې لا زور واخیست. د بلوڅو او پښتنو د ځپلو او کمزوري کولو لپاره پاکستانیو ادارو د ملایانو، مجاهدینو، طالبانو، چیچنیایانو، ازبکو، تاجکو، پیرانو او ملکانو مرستې تر لاسه کړې. د بلوڅ او پښتون سیمې د ۱۳۵۸ کال را په دیخواه پورته یادو ډلو ټپلو ته په دې خاطر په اختیار کې ورکړل شوې ، چې دلته د (لر او بر) او یا د خود ارادیت او خپلواکۍ بله شوې ډیوه د تل لپاره خاموشه کړي.
د تروریزم په نامه را پېل شوې جګړه له پنجابه لرې د پښتون او بلوڅو په خاوره په دومره ناځوانمردانه انداز پېل شوه، چې (پاک آرمي) اسلامیت خو لا پرېږده د انسانیت نوم یې هم دلته بدنام کړ. قومپالې د پردیو د جاسوسانو په نامه مشهورول خو لا د پاکستان له جوړېدو په قوم پرستو لیډرانو اوتحریکونو پسې تړل شوی نوم وه.
د چین اقتصادي برنامو پنجاب ته بیا د دې وخت ورکړ، چې معینې ستراتژیکې سیمې له اتنیک لحاظه داسې بدلې کړي، چې د سیمې د اصلي اوسیدونکو سلنه تر راغلو پنجابیانو را کمه کړي. دغه لوبه په ګوادر کې شروع ده او د بلوچستان د سویي ګاز په کمپنیو کې هم تر سترګو کیږي. پښتونخوا او بلوچستان د پریمانه قدرتي وسایلو او زېرمو په لرلو د سبا او بیګاه په فکر کې دي او د دوی ټولې منابع او زیرمي د پنجاب ځمکو، میلونو او کارخانو ته ور روانې دي.
په خېبر پښتونخواه باندې د فاټا د سیمو ور ګډول د پنجاب د نوی چال لومړی ګام دی، چې د ځایي تنخوا خورو ملکانو او پولیټیکل ایجنټانو په مرسته د ځینو وړو وعدو په کولو د دغو خلکو سیمه ائیزه نسبې خپلواکي هم لاندې کړي.
د معلوماتو سره سم د لسهاوو زرو پښتنو او بلوڅانو له ورکېدو وروسته اوس اوس په ډاګه شوې، چې یوازې له صوات او وزیرستان د دولس سوو په شا او خوا کې ښځې او ماشومان هم لا درکه دي. د یادونې ده، چې په بلوچستان او د فاټا په سیمو کې لا درکه هغو خلکو ته ویل کیږې، چې د پوځ او ایجنسیو لخوا په پټه نیول کیږي.
د نړۍ په کچه د هر لوی بدلون پېل له یوې خاصې نقطې را پېلیږي، چې په دري ژبه کې د(نقطه عطف) کلمه ورته کارول کیږي. د پښتون او بلوڅ د تاریخ او اوښتون د عطف نقطه ښایي پاک خدای د نقیب مسید په بې رحمانه شهادت کې دغو ولسونو ته ټاکلي وي. نقیب مسید یې کراچۍ کې په شهادت ورساوه خو اوس د هیبت دوړې له پښتونخواه او بلوچستانه پورته کیږي. د نقیب له شهادته وروسته په لومړي ځل د پښتون غږ د اسلام آباد د محلونو په دېوالونو لرزه راوسته او پرلت تقریبا ټولې غوښتنې یې ظاهرا ومنلې. پنجاب د اسلام آباد د پرلت ختمولو ته لومړیتوب ورکړ خو دا محاسبه یې نه وه کړې، چې دا ناره نوره د قوم په ناره بدله شوې او دا جڼډه به صوبه په صوبه او کلي په کلي ګرځي.
حالات خپله مشران زېږوي او دا ځل د پښتون په کور کې دغه مشر د منظور پشتین په څېره کې دغه قوم ته ورکړل شو. منظور پشتین د پښتون د حق غوښتنې له نارې سره د (لر او بر) ناره په دومره زیرکانه انداز ور ګډه کړه، چې پخوانیو منځلارو قومپرست مشرانو دا کار د خپلو ذاتي ګټو لپاره نشوای کولای.
نور نو دغه غږونه او نارې داسې له کنټروله وتلي، چې نن په واڼه کې پولیټیکل ایجینټ راغوښتل شویو ملکانو ته خواست وکړ تر څو د (پښتون تحفظ مومینټ) د لا پرمختګ مخه ونیسي. د وروستیو ورځو پرلتونو او ِغوڼډو ملکانو ته هم د خطر زنګ کړنګولی او دوی د ځان د خوندیتوب په لټه کې دي. نن د شپېتو را غوښتل شویو ملکانو غوټ اکثریت پولیټیکل ته دا خبره په ډاګه کړه، چې دوی د موومینټ مخه نه نیسي او د دغه موومینټ د مشرانو په را رسیدو به د دوی غاړو ته د ګلونو هارونه هم ور واچوي.
د یادولو ده، چې پښتون تحفظ موومینټ په ډېره کمه موده کې د خلکو زړونو ته داسې لاره میندلې، چې د هغه قابو کول نور د پنجابي اسټبلشمنټ د وس خبره نه ده.