پښتون او پاکستان

د وروستیو کلو ناندریو، جګړو، بې اتفاقیو، پردیو لاسوهنو او ورانیو د لرو پښتنو په وړاندې د افغانستان د خلکو په زړونو او اذهانو داسې نوی تصویر جوړ کړ، چې هغه په هیڅ ډول د لرو پښتنو له اصلي واقعیتونو سره اړخ نه لګوي. پاکستاني استبلشمنټ همدا غوښتل او په دې کار کې تر ډیره بریده بریالی هم شو.

معینو کورنیو او بهرنیو کړیو د افغانانو په ذهن کې دا خبره تداعي کړه، چې ګواکې لر پښتون د پاکستان یوه نه جلا کیدونکې برخه ده او هلته هغه څه روان دي کوم، چې په ټول پاکستان کې روان دي. دا هغه څه وه، چې پاکستان د خپلو جوړېدو له لومړۍ ورځې غوښتل ، خو په کوزه پښتونخواه کې وروستیو پېښو دا محاسبات هله غلط او ناسم ثبوت کړل، چې د نقیب مسید شهید په خونخواهۍ را ټولو شویو زرګونو کسانو د لر او بر یو پښتون او لر او بر یو افغان خبره راپورته کړه.

شهید نقیب مسید د پولیسو لخوا په کراچۍ کې تر نیول کېدو څو ورځې وروسته په پولیس مقابله کې په شهادت ورسول شو او راو انور په ټوله بېشرمۍ دغه ځلمی یو دهشتګرد وباله. د اسلام آباد دهرنې د مینیټونو په تېرېدو ځانته بله او بله څېره اختیاروله. له دغې غوڼډې د صافي شړلو پاکستانیو ادارو ته ور په ګوته کړه، چې نور وخت بدل دی او له دې وروسته د پښتون د مهارولو چاره باید په نویو لارو چارو تر سره شي. په دغومره شمېر کې د پښتنو موجودیت ځېنې مشرانو ته موقع په لاس ورکړه، چې خپل دیوالیه دکان بیا وچلوي.

پاکستان د دغه لانګ مارچ لومړنۍ غوښتنې ومنلې او د یوې میاشتې په اوږدو کې یې د پلۍ کولو وعده ورکړه. دا هوکړه د دغې دهرنې مشروط ختمول وه او که دغه شرطونه بیا هم پوره نشي نو پښتانه شاځلمیان به تر پخوا په ډیر شمېر کې په دغه قامي کار کې ګډون وکړي.

خو لکه څنګه چې ویل کیږي د درواغو مزل لڼډ وی، دا ځل پاکستان یو ځل بیا یو بل مسید پښتون په بې رحمۍ شهید کړی او د پښتونخواه په هره برخه کې د پښتون ځورونې او تنګولو چاره له پخوا لا ټکنی شوې. د سیند های کورټ یا ایالتي محګمې تر نیولو د مخه د راو انور ضمانت قبول کړی او آصف علي زرداري راو انور یو غېرتي پولیس افسر بللی.

د دهرنې د ختمېدو یوه ورځ د مخه ما د خپل فیسبوک له لارې دا آواز اوچت کړی وه، چې وړې غوښتنې د لویو مسئلو حل نه ده بلکه د لویو مسئلو د حل په وړاندې خڼډونه زېږولای شي. د پښتون ژبه، د پښتون ثقافت او پښتون تلریخ له همغې شېبې په کوزه پښتونخوا کې له ګواښ سره مخ دی، چې انګریز سامراج دغو ولسونو ته د جزا ورکولو په نیت په دوی د FCR غېر انساني قانون پلی شو. د دغه قانون په رڼا کې له دغو خلکو درې حیاتي او انساني حقوق تروړل شوي، چې هغه(اپیل، وکیل او دلیل) دي.

انساني ټولنه په اوسني عصر کې د دغو دریو مشخصو په نه درلودلو اصلا هیځ د تعریف وړ نه ده.
د پاکستان له جوړېدو سره هغه نظریه هم له پخوا دروغجنه ثابته شوه په کومه چې پاکستان د انګریز په لاس جوړ شوی وه . په هندوستان کې له پاکستانه د زیاتو مسلمانانو پاته کېدل، د بنګلدیش خپلواکۍ او د پوځ په زور د بلوچستان لاندې کول او د شمالي علاقه جاتو نا ځرګندې راتلونکې د پاکستان نظریه له پخوا هم رسوا کړه.

اوس چې دا نظریه هم ماته ده او هلته له پنجابي پرته بل چا ته د پاکستاني په سترګه هم نه کتل کیږي بیا عارضي جوړ جاړي د څه لپاره؟
همدا اوس د لر پښتون لپاره هر ځای بابړه نه ده؟
د انساني او معاشرتي حقونو تر لاسه کول د ظالم او مظلوم تر مینځ ناشوني دي، ظالم به هیڅکله هم دې ته حاضر نه شي، چې مظلوم ته هغه حقونه ورکړي کوم چې دی ترې برخمن دی .مظلوم یوازې د آزادۍ په تر لاسه کولو خپل هغه حقوق تر لاسه کولای شي کوم، چې له ۱۸۷۷ کال را په دې خوا ترې اخیستل شوي او بیا د ډیورنډ د تورې کرښې په واسطه ترې تروړل شوي.

که بلوڅان او سندیان هر یو د خپل (دیش) او(ستان) په جوړولو اخته دي تاسو هم کولای شئ د خپلو روا حقونو په رڼا کې په آزاده او خپلواکه توګه هم خپل(ستان) ولرئ او یا د ډیورڼډ کرښې ته (نه) ووایي.