
طالبانو په دې وروستیو کې د پخوانیو اعلامیو په دوام یو نوی لیک د امریکې کانګرس ته استولی او په کې د طالبانو او امریکې تر مینځ د خبرو په پېل زور اچول شوی. طالبانو په خپل استول شوي لیک کې لاندې ټکي په ګوته کړي:
ـ له زور څخه ګټه اخیستنه وضعیت نور هم پېچلې کوي.
ـ د جګړې دوام او د بهرنیو پوځیانو شتون د نړۍ ټیکاو ته یو ګواښ دی.
ـ په لیک کې په خلکو، خپلواکو بنسټونو او کنګره غږ شوی تر څو په خپل دولت زور واچوي چې په افغانستان کې جګړه ودروي او امریکایي پوځونه له افغانستانه وباسي.
ـ طالباو په لیک کې وییلي، چې دوی حاضر دي او اوس هم لا وخت شته تر څو غوټه په سیاست او«سالمو خبرو» حل کړو.
له ټول اته پاڼیز لیک څخه داسې ښکاري، چې طالبانو د جګړې او سولې یوه نوې ډرامه د کوم چا په اشاره را پېل کړي. نن سبا نړیوالو فشارونو له طالبانو څخه د پاکستان په زخمونو ګوتې ټینګې کړي او ښایي د وروستي لیک شا ته همدا شان یو لاس وي.د امرېکې او طالبانو تر مینځ د جګړې، سولې او خبرو څخه ډیر ځله ملت د اصلي قرباني په توګه یوازې هغه وخت خبرېږي، چې کوم وخت یا سهوا یا قصدا له دغو رازونو څخه پرده پورته شي.
اوس اوس برنیټ روبین هغه کس، چې له کلونو یې د امریکا او طالبانو د پټو خبرو چارې سمبالولې د طالبانو د سر خلاصي لیک په ځواب کې یو متقابل سر خلاصی لیک طالبانو ته استولی. دغه لیک یوازې یو ځواب نه دی، بلکه له ډېرو ناویلو یې پرده پورته کړې.
هغه څه چې مونږ د جګړې اصلي قربانیانو ته نوې دي هغه دا چې:
هغه وخت، چې حکومتي قواوې د امریکې په شتون کې له طالبانو سره جنګېدې د خلیلزاد په نوښت د سولې لومړۍ خبرې پېل شوې، چې د ډیک چیني لخواه سبوتاژ شوې.
د معتصم آغا جان لخواه د ۲۰۰۸ کال هغه مذاکرات، چې د ریاض له لارې پر مخ روانې وې هم د پټو تماسونو یوه لړۍ وه، چې هم عام افغانان، هم حکومت او هم طالب جنګیالي ترې بې خبره ساتل شوي وه.
د طیب آغا د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱کال پورې د جرمني د میونیخ خبرې هم له رازه راووتلې، چې د کرزي او اوباما په مشوره د امریکا او طالبانو تر مینځ روانې وې. هلته طالب لوري منلې وه، چې ځانونه به له نړیوالو ترهګرو بیلوي او د افغانستان له حکومت او خلکو سره به د قطر د دفتر له لارې راتلونکي مذاکرات پر مخ بیایي، د طالبانو دغه نوې طرحه د ۲۰۱۳ کال د اپرېل په ۲۳ د قطر د امیر په واسطه له اوباما سره شریکه او هغه هم ومنله. خو وروسته طالبانو په خپله سیاسي نمایندګۍ د افغانستان د اسلامي امارت د نمایندګۍ په نومولو د نړیوالو او افغان حکومت د زغم پیمانه ډکه کړه.
د برنیټ روبین لیک، چې ښایي په لیکلو کې یې ډېر احتیاط هم شوی وي او لا رازونه د رازونو په پرده کې نغښتي وي، یو څه ډېر واضح کوي او هغه دا، چې طالبانو له افغانانو څخه له خبرو په ډډه کولو غوښتل ځانونه د متبادل نظام په توګه په نړیوالو او له هغې جملې پر امریکا په رسمیت وپېژني او امریکا هم د ټولو دپلوماتیکو اصولو په ماتولو د افغانستان د حکومت مشروعیت څو څو ځله د سوال لاندې راوستی.
روبین د یو زاړه استخباراتي په توګه خپلې سیاسي شوخۍ هم لري او طالبانو ته په خطاب کې لیکي:
تاسو دې ته ژمن شوي وئ، چې هیچا ته به اجازه نه ورکوئ چې ستاسو له خاورې نه په نورو هېوادونو برید ونه شي. تاسې ویلي وو«مونږ د واک انحصار نه غواړو.»اوس چې همدا اونۍ په کابل کې دپلوماتان را غوڼډیږي، وښیاست چې تاسو په رښتیا په خپلواک ډول خبرو ته ژمن یاست. کابل او واشنګټن ته چیلینج ورکړئ، چې موقت اوربند کولی شئ او د سولې هغه د اوږدې مودې ځڼډیدلې خبرې پېلې کړئ چئ افغانان یي مستحق دي.
پورته دواړو لیکونو ته په کتو ښکاري، چې د لیک دواړې غاړې کله له افغانانو څخه څه پټول غواړي او کله د افغان جګړې د دوه خواوو په توګه د امریکا او طالبانو مطرح کیدل د وروستي هدف په توګه تعقیبوي. افغانان د افغان غمیزې د همیشنیو قربانیانو په توګه د دواړو خواوو دا پټ پټونی د افغانستان په لوی ملت ملڼډې بولي او هر یوه ته ور په زړه کوي، چې:
افغانان هم د نورې دنیا د انسانانو په څېر غواړي د خپلو انساني، مدني، سیاسي، مذهبي او ټولنیزو حقوقو څخه په ګټه اخیستنه داسې یو نظام ولري، چې په هغه کې ټول انساني منل شوي حقوق تر لاسه او په مسالمت آمیزه توګه له نړۍ او ګاونډیانو سره ژوند وکړي.