(پيری - PARI) د ترسناک فلم کيسه

روهي (نۍ/۱۹ د کب)، پيری يا PARI د هند د بالېوډ سېنما نوی ترسناک فلم دی چې د روان کال د مارچ د مياشتې په دويمه نېټه به خپور شي.

په دغه فلم کې مرکزی رول د هند سېنما مشهورې لوبغاړې انوشکا شرما لوبولی؛ چترجي، چکروتي او راجت کپور ورسره په دويم قدم کې د فلم مخکښ او مرکزي لوبغاړي دي.

د فلم داستان: پيری يا ښاپيرۍ د بالېوډ وحشتناک او ويره ونکي فلم دی. په فلم کې چترجي، انوشکا شرما په يو ځنګل کې ګوري. انوشکا شرما په ځنګل لاره ورکه کړي او ژوند يې په يو لوې خطر کې لوېدلي وي.

چترجي اونشکا شرما ته وړانديز کوي چې له دې ويرونکي ځنګل څخه له نوموړي سره کور ته لاړه شي، انوشکا شرما هم دا وړانديز مني او له نوموړي سره کور ته ځي. د انوشکا شرما په ذهن يو مړ روح ناست دی او هر وخت نوموړې ته د ويرې او تر احساس ورکوي.

د انوشکا په مشرۍ چترجي، چکروتي او راجت کپور په ياد ځنګل کې د ويرونکي روح چې د يوې سپن سرې ښځې په بڼه ی مبارزه کوي او په پايله کې انوشکا شرما له ويرې او ترس څخه خلاصيږي.