زما جنت

ډېره وړه وم چې د پلار له خواږه سیورې بې برخې شوم.
تقدیر به همداسې و. شاید خدای ته به دا منظوره و چې د سختیو په بټۍ کې ویلې شم، او بیرته په نوی قالب کې راڅرګنده شم.

مور مې، لکه د هرې پښتنې مور، پالنه وکړه.

په کلي کې اوسیدلم، د شنو پټیو په منځ کې مې کور و، د کور مخې ته د اوبو ویاله بهېدله. پر دې سیمه خدای د طبیعت هره ښکلا لورلې وه، خو زه په کې بې پلاره وم. مور مې د چا منت ته پرېينښودم، د چا احسانمنه یې نه کړم. چې په ښو او بدو پوه شوم مکتب ته یې ولیږلم.

هغه ورځ مې هم په یاد ده چې مور مې راته له ټوکر نه بکسه جوړه کړه، ډېره ورته خوشاله وم. ورځې واوښتې، شپې تېرې شوې، میاشتې کلونه شول، او زه هم له دولسم ټولګي نه فارغه شوم، د فراغت په ورځ مې د مور دواړه لاسه ښکل کړل، هغې هم په غېږه کې ونیولم او په تندي يې ښکل کړم. خپل احساسات مې قابو نه کړل، له سترګو مې اوښکې وڅڅېدې.

هغه ورځ مې مې هم لکه دا اوس ساعت په یاد ده چې په لېسه کې استاذه شوم. مورجانه مې ډېره خوشاله شوه. زما مور سواد نه لري، خو کوشش يې دا و چې موږ باسواده رالوی شو.

وایي د مور تر پښو لاندې جنت دی خو ما ته ښکاري چې مور په خپله جنت دی. هره سا یې د جنت هوا ده. د سترګو ځلا یې الهي رڼا ده. چې غږ به يې راباندې وکړ، لورې! ما به احساسوله چې کوم غیبي غږ دی، داسې خوږ لکه د نبي غږ.

اوس دغه غږ نیمه خاموش دی. مور مې فالج ووهله. اوس هم سا اخلي، اوس هم راته ګوري خو غږ راباندې نه شي کولای. د کابل په يوه روغتون کې بستر ده. سر ته يې ناسته یم، او له تاسې سره خپل درد شریکوم.

ګوره چې کله به مې مور بیا راباندې غږ وکړې چې لورې! او زه ورته ووایم قربان مورې، دا یم.