
الله ج که نارينه اشرف الخلوقات پيدا کړى ښځه يې هم اشرف المخلوقات پيدا کړې. اسلام چې نارينه وو ته کوم حقوق ورکړې ښځه يې هم ترې نه ده بې برخې کړې.
د اسلام لغوي مانا د الله ج اوامرو ته غاړه ايښودل اوتسليميدل دي. ايا يوازې زمونږ پښتانه نارينه د الله ج اوامر پر ځاى کوي که زمونږ مسلمانې خويندې هم؟
خو شته زمونږ په پښتنه ټولنه کې داسې نارينه چې اسلام ورکړي حقونه د خپلو خويندو او لوڼو څخه اخلې او اجازه نه ورکوي چې وړه خور او لور يې د مکتب په ټعر د تختې مخ ته کينې او خپل کوچني دماغ ته د اسلام پنځه بنا او د قرانکريم د بنسټ ټکي،ا،ب،ت،ث وسپاري. د اسلام د تعليماتو پر اساس علم پر نارينه،او ښځينه فرض ګرځول شوى،اوس داچې اسلام ورته فرض ويلي نو دا فرض څه مانا؟
لکه څرنګه چې د اسلام په دايره کې ،لمونځ،روژه،زکات،او د شتو په صورت کې حج هم فرض ګرځول شوى،نو دفرض کلمې ته که وکتل شي،نو دا ورنه په زغرده څرګنديږي چې پورته اعمال يا کړنې به حتمأ مسلمان ترسره کوي، خو فکر او غور په دې پکاردى چې پورته اعمال يا کړنې الله تعالى ولې فرض يا حتمي ګرځولي؟ نوځواب به يې داوي چې په دغسې اعمالو کې د انسان خير او ښيګڼه وي، د اخروي ژوند سره سره ددنياوي ژوند لپاره هم د ګټې او فايدې نه خالي نه وي.
چې د علم خبره شي نو علم هم په نارينه او ښځينه دواړو فرض کړاى شوى دى،او د ښځېنه ذات علم حاصلول په ټولنه کې ستر نقش لري. که مونږ په ښونځيو کې ښځينه استادانې ولرو نو وګڼئ چې زمونږ زياتې نجونې به د علم په ګاڼه سينګار شي؛ که مونږ په روغتونونو کې ښځينه ډاکټرانې ولرو نو پرځاى ددې چې زمونږ خويندې،ميندې نارينه ډاکټرانو ته ځي،او ځينو،ځينو ته خو ډاکټر ته تلل هم شرم او غيرت ښکاري نو که ښځينه ډاکټرانې پيداشي او بيا زمونږ ښځينه مريضانې ورځې او خپل علاج او معالجه له هغو نه کيږي نو له دې سره په ټولنه کې څومره مثبت بدلون راځي!
راځئ چې په خپلو ماشومانو انجونو علم وکړو،چې راتلونکى روښان او بختور شي يوه مقوله ده چې" که يو نارينه علم وکړي نو فقط يو شخص تعليميافته شو خو که يوه ښځينه تعليميافته وي نو ټوله کورنۍ تعليميافته کولاى شي.