د بې خوبۍ علت پیدا شو

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز،کب ۱۹مه) خوب چې له اصل او نسب سره تړلی دی، نو په اړه یې ځینې څېړونکي سره یو ځای شوي او د نه خوب کولو لاملونه یې پيدا کړي دي.
 
د کلفورنیا ـ سن ډیګو پوهنتون دا کشف کړې، چې بې خوبي کولی شي جین وپاروي، چې په پایله کې د کروموزوم په برخه کې بدلون راځي.
 
ددې پایلې رسیدو لپاره، څېړونکو د امریکا له ۳۳۰۰۰پوځي کارکوونکو د DNA بېلګې راټولې کړې دي. 
 
هغه وروسته بیا د اروپایانو، افریقایانو او اسپانیویانو په لاسونو ووېشل شوې.
 
په همدې اساس، د تجزیې او تحلیل پایله دا شوه، چې بي خوبي نه یوازې له جن سره تړل شوې، بلکې راساً د لیدو له حس سره هم اړیکه لري.
 
څېړونکي موري استین ویلي، چې جنټیکي اړیکه، بي خوبي او رواني ناروغۍ د مثال په ډول تشویش او همدارنګه نور ناروغۍ لکه د دیابت۲ډول ښودلې ده. جنټیکي وضیعت له دغو ناروغیو یو ځای تشکیل شوی.

ټاکل شوې، چې د ښځې او خاوند په اووم کروموزوم کې بې خوبي د ځانګړو بدلونونو راښکاره کېدو لامل دی، چې له AUTS2 اړیکه لري.