قومي او ژبني تعصب ته څوګ لمن وهي؟

قومي او ژبني تعصب ته څوګ لمن وهي؟ څنګه يې مخنيوی کېدای شي؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
په اوسني افغانستان کې له سلګونو کالونو راهيسي افغانانو په يووالي، اتحاد او ورورولۍ کې ژوند کړی. په يو غږ يې د هېواد د پرمختيا او پرمختګ لپاره د يو او بل په څنګ کې کار کړی، يو او بل يې زغملي؛ په بدو او ښو ورځو کې د يو او بل تر څنګ درېدلي دي.

په هېواد کې څلور لوي قومونو پښتون، تاجک، هزاره ازبک، او همدا ډول ورسره نور لږکي قومونه لکه عرب، بلوڅ، کوجر، نورستاني، پاميري، ايماق او نورو د پيړيو په ترڅ کې د ورورولۍ ژوند کړی. د هېواد په دوو معتبرو ژبو (پښتو او دري) او ورسره په سيمه ييزو ډول يې په ازبکي، پاميري او نورو ژبو خبرې کړي او په درنښت يې ورته کتلي دي.

له ژبني او قومي يووالي پرته، افغانانو تر ډېره د سني او شيعه او بيا تر هندو او سيک په نوم د دوی ترمنځ د کرکې، تعصب، رټنې، سپکوی، نفرت او ضديت په نوم څه نه پېژندل. تر ډېره به مو لېدلي وي، چې تاجک له پښتون؛ پشتون له ازبک، تاجک او بيا تر هزاره او نورو پورې له يو بلې سره د وينې شارکت هم کړی او په خپلو کې يې د خپلوۍ رېښې درلودې.

په تاريخ اړخ کې، افغانانو د انګرېزانو پر وړاندې د يو افغان په نوم پرته له تبيض او تعصب څخه را پورته شول او د هېواد وياړلي خپلواکي يې تر لاسه کړه. دا يې يوه بېلګه وه، په سلګونه نور بېلګې هم شتون لري، چې افغان ملت د قومي، مذهبي او ژبني توپيرونه پرته، د هېواد په وير، ويرجن او د هېواد په خوښۍ خوښ وو.

د غوايي له کودتا وروسته په لومړي ځل، افغانانو د قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو په نوم، له يو نوي خو ډېر بد څه سره اشنا شول. هڅې تر سره شوې، چې دا لوی او واحد ملت، په ژبه او قوم؛ او يا هم په مذهب او نژاد له يو او بل څخه بېل کړي او د يو او بل پر وړاندې يې سره د دښمنۍ په سنګرونو پورته کړي. د واحد افغانستان دښمن په دې طرحه، پروژه، پلان او دسيسه کې تر يو بريده بريالی هم شو. هغه وخت يې د تعصب تخم وشېندلو او اوس يې حاصل خوري.

په اوسني وخت کې هم، کوم سياسیی مشر، رهبر او يا ډېری افغانان په څرګند ډول له تعصب، قوم پرستۍ او ژبني توپيرونه څخه د کرکې خبرې کوي، د يو، تل پاتي او واحد افغانستان په اړه چيغه پورته کوي او د يووالي شعار ورکوي، خو بيا هم د قومي او ژبنيو تعصباتو بد آفت د لا وړاندې تګ او پراختيا په حال کې دی.

ټول دا وايي، چې بهرنيان او د هېواد دښمانان غواړي دا واحد ملت سره تجزيه کړي، په منځ کې يې د نفاق تخم وشېندي، تاريخ يې بدل کړي او کارنامې يې وسوځوي. خو يو هم نه وايي، چې دا بهرنی ولې تر اوسه پټ دی، دا بهرني په کومه جامه کې را دننه شوی دی او دا بهرنی د چا پر مټ خپلې موخې ته رسيږي؟

هر سياسي رهبر چې د دريځ په سر خبرې کوي، نو ټېنګار يې په يووالي وي، د يووالي په پار د قران ايتونه او پيغمبر حديثونه وايي. په نفاق، تعصب او ځان پلنې لعنت او بد وايي. خو لکه لمر څرګنده ښکاري، چې دې همدې رهبر خبرې او عمل د ځکمې او اسمان ترمنځ په توپير کې دي. کړنې يې هغه څه په ګوته کوي، چې ورور قوم د ورور قوم پر وړاندې او خور ژبه د خور ژبې پر وړاندې راپورته کوي.

په رهبر پسې ولاړ ولس داسې غولېدلی، چې قومي او ژبني تعصب په بل ډول ورته تعريف شوی دی. دوی هېڅکله د قوم او ژبني تعصب پر شتون په خپل وجود کې اعتراف نه کوي، بلکې د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو او مساوات په نوم د نفاق په اور کې لويږي.

تر پرون پورې به، د تعصب او قوم پالنې هره خبره په دې سره پای ته رسېدله چې ټول يو افغانانو يو او په يو هېواد کې ژوند کوو، خو نن دې ملت ته د يووالي دغه کليمه هم نه ده ورپاتې. دوي نن په افغان هم سره نه يوازې کيږي. نن افغان په افغان کې بېلا بلې لارې را پيدا کړې دي او نور سره پرې نه راټوليږي.

د نفاق دغه تخم کالونه وړاندې کرل شوی، خو نن ورستۍ کرښې ته رسېدلی دی. که دا اور همداسې پاتې شي، نو ګټه به يې د ګوتو په شمېر پښتون، تاجک، هزاره او ازبک مشران او پردي پالي تر لاسه کړي او درد به يې په لويه کې د هر پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په کورونو کې ديره شي.

د روهي خبرې کوي Rohi Talks په اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو، تاسې د روهي وېب پاڼې لېدونکي او لوستونکي هم کولی شئ، چې سر له اوسه راته په کمېنټ کې خپل ليدلوري، وړاندېزونه او غوښتنې پرېږدئ او يا هم سبا ماښام (نۍ د کب د مياشتې په ۱۹ مه نېټه، د ماښام له ۷:۰۰ بجو څخه تر ۸:۰۰ پورې) په خپرونه کې په ژوندۍ بڼه راسره برخه واخلئ.