په ټوېټر کې تر اوسه ۱۲۶۰۰۰ په دروغو خبرونه خپره شوي او له ريښتينو خبرونو ډېرو خلکو ته رسېدلي دي

روهي (جمعه/۱۸ د کب)، د يوې نوې څېړنې په پايله کې ويل شوي، چې د ټوېټېر په ټولنيزه او خبري شبکه کې تر اوسه ۱۲۶۰۰۰ خبرونه خپره شوي او د ريښتينو خبرونو پر تله په کم وخت کې، تر ډېرو خلکو رسېدلي دي.

د ټوېټر په اړه دغه څېړنه د ټېکنالوژۍ د يو انسټېټيوت له خوا تر سره شوې ده او موندلي يې دي، چې په ټوېټر کې د نورو ليکنو او خبرونو په پرتله سياسي خبرونه تر ډېره په جعلي او د دروغو په بڼه خپره شوي دي.

په ټوېټر کې د ۱۲۶۰۰۰ ټولو جعلي خبرونو څخه، له سياسي خبرونو وروسته په دويمه درجه کې په دروغو خپره شوي خبرونه د سوداګرۍ، ترهګرۍ، ساينس او تېکنالوژۍ په اړه موندل شوي دي.

په ټوېټر کې د جعلي خبرونو په اړه د يادې ادارې مسوولينو د بي بي سي انګليسي برخې ته ويلي، "د ريښتينو خبرونو په پرتله جعلي خبرونه په بيړه تر ډېرو خلکو پورې رسيږي، دا ځکه چې جعلي خبرونه له حقيقت لېرې او په زياته اندازه مبالغه، رومان او له ځان څخه زياتونې لري."

د ټوېټر مسوولينو دا هم ويلي، چې دوی هڅه کوي، ترڅو په ټوېټر کې د جعلي خبرونه مخنيوی وکړي او په دې موخه يې د Healthy Check په نوم يوې طرحې کار هم پيل کړی دی.

فېسبوک او ټوېټر د خبرونو د موندلو تېزې ټولنيزې او سياسي شبکې دي، چې استعمال کوونکي يې د جعلي او ريښتينو خبرونو د نه او په مشکله توپير له امله شکايت کوي.