
روهي (جمعه/۱۸ د کب)، د هند د بالېوډ سينما د مشهورې لوبغاړې کټرینا کیف ځوانه خور اسابیل کیف د سلمان خان په مرسته د فلم او سيمنا ډګر ته را وستل شوه او اوس په بالېوډ کې د نوي فلم په جوړولو اخته ده.
اسابیل کیف چې له کټرينا کيف څخه په عمر کې کوچني ده، پخوا يې په فېشن کې کار کولو، خو د سيمنا په ډګر کې يې د کټرينا کيف په مرسته له کار وړاندې يې هم تر يو بريده شهرت لاس ته راوړی دی.
اسابیل کیف او کټرنيا کيف دواړو له سلمان خان څخه مننه کړي، چې بالېوډ ته يې د نوموړي په را وستلو او په دغه صعنت کې يې ورسره مرسته کړې ده.
اسابیل کیف په خپلو ټولو هنري کارونو کې د مشرې خور کټرينا کيف همکاري او ملاتړ له ځانه سره لري. اسابیل کیف هيله لري، چې د کټرينا کيف له تجربو څخه به ګټې به په دغه نوي ډګر کې بريالۍ شي.
کټرينا کيف هم له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې په خپلې کوچنۍ خور اسابیل کیف پوره باور لري او په نوموړې کې يې دغه وړتيا لېدلې ده، چې په کم وخت کې به بريالۍ او د شهرت پولو ته ورسيږي.
په بالېوډ سينما کې د پخوانيو او تجربه لرونکو لوبغاړو په شتون کې؛ نوي لوبعاړي په کم وخت کې کولی شي، چې خپلو موخو ته ورسيږي او په دغه برخه کټرينا کيف د اسابیل کیف سره په څنګ کې ده.