د مارچ اتمه، ولې د ښځو نړيواله ورځ؟

د مارچ اتمه، ولې د ښځو نړيواله ورځ؟
شمس رحمانزی
 
د مارچ د مياشتې اتمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ښځو د نړيوالې ورځې يا International Women Day په نوم سره لمانځل کيږي.

دغه ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۹ ز کال د فېبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د امريکا متحدو ايالتو په نيويارک ښار کې منځ ته راغله، چې وروسته په ۱۹۱۰ ز کال کې د ښځو د نړيوال کنفرانس يا International Woman Conference له خوا وړانديز شوه.

د مارچ اتمه يا د ښځو د نړيوالې ورځې شاليد:
د لومړي ځل لپاره د امريکا په نيويارک ښار کې په ۱۹۰۹ ز کال کې د فېبرورۍ په ۲۸ مه نېټه، د امريکا د سوسيال ګوند يو شمېر ښځې د ښځو د حقوقو څخه د دفاع او نارينو سره د مساوي حقوقو په پار سره راټولې شوې، او د فېبرورۍ ۲۸ مه يې په امريکا د ښځو ملي ورځ ونوموله.

د يو کم وخت لپاره د فېبرورۍ ۲۸ مه نېټه په امريکا کې د ښځو د ملي ورځې په نوم پېژندل کېدله، چې وروسته د نړۍ نورو هېوادونو لکه روسيې، ډنمارک او جرمني ته هم دغه لړۍ وغځېده، چې د ښځو د نورو کنفرانسونو او غونډو په ترڅ کې، دغه ورځې نړيوال شهرت او مبارزه خپله کړه.

په ۱۹۱۱ ز کال کې د امريکا اروپايي هېوادونو په مېلېونه ښځو او نارينو لاريونونه وکړل، چې د ښځو پر وړاندې د نه تاوترخوالي چيغه يې بدرګه کوله. په همدې کال کې د نړۍ د ۱۷ هېوادونو څخه يو سل کسيز هئت منځ ته راغی او په دې يې کار وکړ، چې څه ډول کولی شي، ترڅو له نارينو سره په مساوي ډول د ښځو د حقوقو ساتنه او دفاع وکړي، په ټولنيز او سياسي ژوند کې د ښځو ونډه پراخه او فعاله کړي.

په تاريخي لېکنو کې راغلي دي، چې له ۱۹۰۹ څخه بيا تر ۱۹۱۴ پورې چې کومې غونډې، لاريونونه او حرکتونه د ښځو د حقوقو په پار جوړ شوي وو، يو يې هم د مارچ په اتمه نېټه نه دی تر سره شوي، خو دا چې ولې بيا د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په نوم ونومول شوه، لامل يې دا وو، چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د يوه نۍ (يکشنبې په ورځ) په جرمني کې ښځو د مارچ په اتمه د ۱۹۰۹ ز کال د خوښت په تعقيب سره کنفرانس تر سره کړ او بيا تر نن ورځې پورې دغه ورځ، د مارچ په اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په نوم سره لمانځل کيږي.

د ښځو په نړيواله ورځ کې، د افغانستان په څېر په وروسته پاتې هېوادونو کې د ښځو پر وړاندې د نه تاوترېخوالي، ښځو ته د دندو او زده کړو د حق ورکول غږ پورته کيږي، خو د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې بيا، د مارچ اتمه له نارينو سره د ښځو د مساوات ايډيالوژي يا Feminism پر مخ وړل کيږي.

د پرمختللو هېوادونو ښځې نه يوازې دا چې له نارينه سره مساوي حقوق غواړي، بلکې د فېمېنېزم په ايډيالوژۍ کې، له نارينو څخه د بېلوالي او په خپلواکه توګه د ښځو په شتون هم ټېنګار کوي.

د فېمېنېزم دايډيالوژۍ اړوند په نړۍ کې يو شمېر خوځښتونه په دې هڅه کې دي، چې په کورني ژوند کې هم دننه شي، د ښځې او خاوند څخه پيل بيا تر ورور او خور، زوی او لور، پلار او لور، زوی او مور اړيکې د نارينه له تلسط څخه ازادې کړي او په بشپړ ډول يې، د ښځو او نارينو ترمنځ تقسيم کړي.

د فېمېنېزم په دې عقيده نه لري، چې ښځه د نارينه په پرتله په زړه ډېر رحم لري، ښځه سخت فزيکي کار نه شي تر سره کولی، ښځه د جګړې په ډګر کې مرال له لاسه ورکوي، ښځه په فزيکي ډول نازکه ده او نور. دوی عقيده لري، چې په ښځو کې د ضعف د ټکو د پيدا کيدو لامل يوازې نارينه دي. که چېرې ښځه فزيکي کم زور لري، ښځه په زړه رحم ډېر لري او ښځه زر خطا کيږي، نو لامل يې په بيولوژيکي او فزيکي وجود کې نه دی، بلکې لامل يې هغه نارينه دي، چې د کرنيز حاصل او فصل په ډول يې، ښځې په کور کې تر سيورې لاندې ساتلي او د بهر چاپيريال څخه په لېرې والي يې، د نارينو پر وړاندې ځينې ډګرونه له لاسه ورکړې دي.

فېمېنېزم وايي، چې که د نارينه په څېر د ژوند له لومړۍ ورځې څخه بيا تر مرګ پرته له کوم توپير څخه ښځه او نارينه دواړه بيرون چاپيريال ته لاس رسی ولري، نو بيا به د دوی ترمنځ يوازې يو توپير شتون ولري، چې هغه بيولوژيکي جندر يا جنس دی، پر ته له دې به ښځې او نارينه په مکمل ډول له يو بل سره مساوي وي.

لکه څه ډوا مو چې وړاندې وويل، په افغانستان کې د مارچ اتمې لمانځنه، د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي د پای، ښځو ته د کار او زده کړو په پار لمانځل کيږي، خو په پرمختللو هېوادونو کې، د مارچ اتمه د فېمېنېزم په اساساتو د ښځو مبارزه شمېرل کيږي.