د غاښونو د سوريو ستونزه له بورې سره تړاو نه لري، لامل يې بل څه دی

د غاښونو ناروغۍ؛ لکه د غاښونو درد، د غاښونو سوري، د غاښونو ميکروبي کېدل او د غاښونو توريدل اوس او له اوس وړاندې په انسانانو کې عامې ناروغۍ دي. په اوسنۍ مډرنه او پرمختللې پيړۍ کې هم، په کم شمېر سره خلک پيدا کيږي، چې د غاښونو ناروغۍ ونه لري.

پخوا به ويل کېدل، چې په زياته اندازه سره د بورې او خوږو خوړل، د غاښونو نه بورس کول او په لويه کې د غاښونو روغتيا او پاکۍ ته نه پاملرنه، د غاښونو د توريدو، درد او سوريو سبب کيږي. په اوسنۍ پرمختللی پيړۍ کې، چې ډيری خلک سهار او ماسخوتن خپل غاښونه بورس کوي، نظافت يې ساتي، خواږه شيان نه خوري او د غاښونو له ډاکټر سره د خپلو غاښونو په اړه په مياشتني يا کلني ډول ګوري؛ خو بياهم د غاښونو د سوريو، درد او تورېدلو له ستونزو خلاص نه دي.

پوښتنه دا ده، چې په ډېر شمېر کسان لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، په ښه ډول سره د خپلو غاښونو او خولې پاکوالی ساتې، په ورځ کې دوه يا څو ځلې غاښونه بورس کوي، هغه څېزونه چې د غاښونو د خرابولي لاملونه بلل کيږي، لکه بوره او شريني نه خوري، خو بيا هم د غاښونو د سوريو او درد څخه په امن کې نه دي، دا ولې؟

په دې ورستيو کې ساينس پوهانو او څېړونکو موندلې ده، چې د غاښونو سوري کابو دوه مېلېونه او پنځه سوه کاله وړاندې، د انسانو په نسلونو او له هغې په را وروسته يا له تاريخي دورې وړاندې نسلونو کې هم موجود وو.

دغه څېړونو د غاښونو د سوريو لوی لامل د غاښونو د پاسنۍ سختې برخې يا مينا خوړل ښودلي او د غاښونو د سختې برخې د خوړلو لامل يې الکولي څښاک، فيبري خوراک او شمېر ميوې ښودلې دي.

څېړنې ښيي، چې د غاښونو توږنه يا فرسايس چې په انګليسي کې ورته Erosion وايي، د غاښونو په ټولو نسجونو باندې اغېز کوي. د مينا خرابېدل کوچني سوري پيدا کوي او دغه سوري بيا په خپل وار سره د غاښونو د درد لامل کيږي.

د طبي برخې ساينس پوهان وايي، چې که چېرې يو کس د مهال وېش اړوند غاښونه بورس کوي، ځينې شيان نه خوري خو بيا هم د غاښونو سوري ولري، نو لامل يې په فشار سره او سخت ډول سره د غاښونو بورس کول دي. په فشار سره د غاښونو بورس کول؛ د غاښونو پاسنۍ برخه يا مينا خوري، چې په پايله کې په غاښونو کې د تيزابو په وسيله سوري پيدا کيږي او دغه سوري د غاښ د درد لامل کيږي او د غاښ ريښې زيانمنوي.

هغه څېړنې چې د تېرو زمانو د انسانانو په موندل شويو فسيلونو کې باندې تر سره شوي، په ګوته کوي، چې د سختو ميو او خواړو له امله د غاښونو د مينا برخه زيامنه شوي او په پايله کې يې غاښونو سوري پيدا کړي.

په اوسني وخت کې خلک په مسقيم ډول سره سخت شيان په غاښونو نه خوري او نه يې هم ماتوي، په غېرې مسقيم ډول سره د غاښونو په فشار سره بورس کول، هغه د تېرو زمانو د سختو شيانو د خوړلو غوندې پايله ورکوي، چې د غاښونو د مينا برخه رژول کيږي او په غاښونو کې سوري پيدا کيږي.

نو په پايله کې ويلی شو، چې د غاښونو د سوريو لامل يوازې بوره او هغه خواړه چې کربو هيډراټ ولري نه دي، بلکې هر هغه څه چې د غاښونو سخته برخه (مينا) چې د غاښونو محافظوي او ساتونکي برخه وخوړل شي، نو په اسانۍ سره بيا نور اسيدي مواد د غاښونو په نرمو برخو او ريښو باندې بد اغېز کوي، چې په پايله کې د غاښونو سوري پيدا کيږي او سوري د درد لامل کيږي.

څېړنې ځکه بوره او کربو هيډراټ لرونکي خواړه د غاښونو يوازينی لامل نه شمېري، چې د بوري د منځ ته راتګ وړاندې هم، تېرو نسلونو د غاښونو سوري او ستونزې درلودې، چې لامل يې په هغه وخت کې د سختو شيانو خوړلو وو او په اوسني وخت کې، په فشار سره د غاښونو بورس کول دي، چې هم سخت شيان د غاښونو مينا (Enamel) له منځه وړي او هم په سختۍ او فشار سره د غاښونو بورس کول او يا د غاښونو په کريم کې، داسې کيمياوي مواد چې د مينا د تخريب سبب کيږي، د غاښونو سوري پيدا کوي.