روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۱۳مه) افغان کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه وبایلله.
افغانستان په ۵۰ اورونو کې سکاتلنډ ته د ۲۵۶ منډو هدف وټاکه خو سکاتلنډ دا هدف په ۴۸ اور پوره او لوبه یې په اوو ویکټو وګټله.
د سکاتلنډ یوه لوبغاړي ملکلویډ ۱۵۷ منډې وکړې او ترپایه ونه سوځېده. له ده سره د سکاټلنډ بل لوبغاړي بیرینګټن ښه ملګرتیا وکړه او په ۶۷ منډو وسوځېده.
په افغان لوبډله کې بیا مجیب ځدراڼ دوه او راشد خان یو کس
په افغان منډه جوړونکو کې محمد نبي تر ټولو ډېرې ۹۲ او نجیب ځدراڼ ۶۷ منډې وکړې. شهزاد محمدي ۳۰، احسان صفر، رحمت شاه اووه، ناصر جمال ۱۵، شرف الدین اشرف شپږ، ګلبدین ۱۱، راشد او مجیب صفر وکړې.
افغانستان دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ له زمبابوې سره لري.
دا اول ځل و چې راشد خان په نړیوالو یوې ورځنیو سیالیو کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوله.
وروستي