د سولې په اړه حکومت او طالبان څومره رېښتني دي؟ تاسو د سولې په اړه څومره باوري ياست؟

د سولې په اړه حکومت او طالبان څومره رېښتني دي؟ تاسو د سولې په اړه څومره باوري ياست؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
کالونو کيږي، چې حکومت او وسله وال طالبان د جګړې د پای د سولې د خبرو د پيل ژمنې کوي. ولس هم نه پوهيږي چې ولې سوله نه کيږي؛ دا دې پوښتنې ځواب ترې ورک دی.

حکومت د سولې شورا جوړه کړه، طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانېستل شو، په ډېری ناستو کې په وسله والو طالبانو د سولې غږ کوي، غېرې رسمي خبرې هم پيل شوې، خو طالبانو بيا هم وايي، چې حکومت د سولې لپاره رېښتنی نېت او اراده نه لري.

له بلې خوا، حکومت وايي، چې مونږ د سولې لپاره په بشپړ ډول تياری يو، په کور دننه او له هېواد څخه بهر له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پيل کولی شو، له خبرو وړاندې طالبانو ته کوم شرط هم نه رامخ ته کوو، خو ادعا کوي، چې وسله وال طالبان د سولې لپاره نه اراده لري او نه هم د سولې اختيار ور سره دی.

له تېرې يو مياشتې راهيسې، د سولې په اړه درې مهمې پېښې رامنځ ته شوې، چې هم يې افغانانو ته هېلې پيدا او هم يې هيلې ورته مړاوې کړې.

۱- وسله والو طالبانو په يو پرانستي ليک، د امريکا ولس او کانګرس ته وويل، چې په خپلو جګړه غوښتنوکو او جګړه خوښونکو مشرانو فشار راوړي ترڅو په افغانستان کې د سولې لاره خپله کړي. طالبانو امريکايي ولس ته ورياد کړل، چې په جګړې سره امريکا په افغانستان کې جګړه نه شي ګټلی، بلکې څومره تلفات يې چې په تېرو ۱۶ کالونو کې ورکړل، له دې به ډېر نور ورکړي.

طالبانو امريکايي ولس ته دا هم ور یاده کړه، چې هغه مرګ - ژوبله او مالي لګښت چې مشران يې تاسو ته وايي دومره نه دي، بلکې له دې ډېر دي او په دې سره تاسو غولوي. لنډه دا چې د طالبانو د پرانيستي ليک څخه د سولې د چمتوالي بوی پورته کېدو او په همدې لامل يې افغانانو ته هيلې وبښلې. افغانانو امريکا يې ولس ته د طالبانو په پرانستي ليک ناهيلي هم شول، غوسه هم او غبرګون يې هم وښودلو. غبرګون او ناهيلي په دا وه، چې ولې وسله والو طالبان د امريکا پر ځای ولې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي؟

۲- د طالبانو د پرانستي ليک څو اونۍ نه وې تېرې شوي، چې طالبانو يوه اعلاميه خپره کړه او په مستقيم ډول يې امريکا ته وويل، چې مونږ تيار يو، ترڅو له تاسو سره د سولې خبرې وکړو. د طالبانو د پرانيستي ليک په ډول دغه هڅې هم د حکومت او عامو افغانانو له غبرګون سره مخ شوې.

حکومت وويل، "که طالبان افغانان وي، نو د امريکا پرځای دې له حکومت سره بين الافغاني خبرې اترې پيل ګړي."

پخواني ولسمشر کرزي وويل، "د طالبانو له تحریک څخه غواړو چې د سولې مذاکراتو ته لبیک ووایي او د امریکا پر ځای د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کیني او د یوې بین الافغاني پرېکړې له لارې په هېواد کې د پردو د ګټو جګړې ته چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته یوازې افغانان قرباني کېږي د پای ټکی کېږدي."

۳- درې ورځې وړاندې په کابل کې د کابل پروسې په نوم د افغان سولې په اړه د نړۍ د ۲۵ هېوادونو او درېيو نړيوال سازمانانو ناسته د ملي يووالي له حکومت سره تر سره شوه. په دې ناسته کې د سولې په اړه ټولې خبرې مثبتې وي، خو ولسمشر محمد اشرف غني، د سوله په اړه طالبانو ته ډېر ور نېږدې شو.

ولسمشر غني، طالبانو ته وويل، "که جګړه بس کړئ او اوربند وکړئ، نو د يوې سياسي ډلې په ډول به مو په رسميت وپېژنو. د سولې خبرې پيل کړئ، وړاندې هېڅ شرط نشته، هره څه به د خبرو اترو له لارې سره حل کړو...."

د ولسمشر غني، يادې څرګندونې د هېواد په داخل کې پخواني ولسمشر کرزي، سياسي ګوندونو او افغانانو له هرکلي او ملاتړ سره مخ شوې. په بهر کې د امريکا متحدو ايالتو، انګلستان، چين او نورو هېوادونو يې هرکلی او تر وسې يې د ملاتړ ژمنه وکړه.

خو پوښتنه او اندېښنه دا ده، افغان ولس نه پوهيږي، چې څوګ سوله کوي او څوګ نه؟ حکومت د سولې اراده ښيي او طالبانو تورن کوي، چې نه د سولې نيت لري او نه هم د سولې خپل اختيار. طالبانو وايي، چې سوله کوو، خو حکومت د سولې واک او نيت نه لري.

د روهي خبرې کوي په اونيزه خپرونه کې په همدې موضوع خبرې کوو، چې څوګ او څومره د سولې اراده لري؟ څوګ او ولې د سولې پر وړاندې خنډ دي؟
 
تاسو د روهي وېب پاڼې لوستونکي هم کولی شي، چې د دې اونۍ (روهي خبرې کوي Rohi Talks) خپرونه کې (نۍ/د کب د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د ماښام له ۷:۰۰ بجو څخه تر ۸:۰۰ پورې) را سره په ژوندۍ بڼه برخه واخلئ.