
روهي (پنځه نۍ/۱۰ د کب)، سلګۍ چې په هندي ژبه کې يې نوم Hichki او په انګليسي کې يې نوم Hiccup دی، د بالېوډ سينما نوی فېلم دی، چې د مارچ په مياشت کې به خپور شي.
د سلګۍ فلم مرکزی رول راني مکرجي لوبولی، لارښوونه يې مالهوترا کړي، د مانېش شرما او ادېتا چوپرا له خوا به وړاندې شي.
د سلګۍ فلم ادستان: دغه فلم د امريکايي فلم (د ټولګي مخ ته Front of the Class) په داستان جوړ شوی دی. د ټولګي مخ ته يا Front of the Class امريکايي فلم د Front of the Class په نوم له يو کتاب څخه يې کيسه راخېستل شوي او په ۲۰۰۸ کې پرې دغه فلم جوړ شو.
د سلګۍ فلم داستان د ښوونکي، ښوونځي او زده کوونکو په اړه دی. راني مکرجي د ښوونکې په رول کې په روحي ډول له زده کوونکو سره په تدريس کې هڅه کوي. د ښوونکې (رانې مکرجي) او زده کوونکو ترمنځ د ټولکې فضاء په بله اوړي او د ټولکې په دننه کې د ښوونکې پر وړاندې د زده کوونکو شوخي زياتيږي. سلګۍ فلم په ټولګي کې د ښوونکو او زده کوونکو ترمنځ په اړيکو او له دې لارې د ښې زده کړې په انتقال سرخيږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه فلم د روان کال د مارچ د مياشتې په ۲۳ نېټه خپور شي. دې دغه فلم رسمي تريلر تېر کال د ډېسمبر په مياشت کې خپور شوی وو.