په فېسبوک کې درې اړخېزه يا 3D لېکنه منځ ته راغله

روهي (څلورنۍ/۹ د کب)، فېسبوک د ټېکنالوژۍ په روان تېز دور کې، د ډېرو خلکو له خوا کارونکې ټولنيزه شبکه ده. د فېسبوک ادارې ويلي، چې اوس يې يوزرس يا استعمال کوونکي کولی شي، چې په تري ډي يا درې اړخيز ډول د لېکنو اسانتيا ولري.

د فېسبوک مشر او بنسټ اېښودونکي مارک زوکربرګ په خپلو ورستيو څرګندونو کې ويلي، "مونږ هر ورځ هڅه کوو، ترڅو په فېسبوک کې نوښتونه را منځ ته کړو، چې يو نوی نوښت به په فېسبوک کې د تري ډي يا درې اړخيزې لېکنې اپشن يا اختيار دی."

د درې اړخېزې لېکنې په اسانتيا سره به د فېسبوک کارکونکي وکولی شي، چې خپلې لېکنې او همدا ډول د فېسبوک له لارې د پيغامونو لېږل، په يوې نوې بڼې سره تر سره کړي.

درې اړخېزه لېکنه به د Xperia XZ1 موبايل په وسيله د Sony 3D Creator آپلېکشن په مرسته رامنځ ته شي او په عملي ډول به د فېسبوک کارکوونکي ورته لاس رسی ولري.

په فېسبوک د تري ډي ځانګړتيا، د فېسبوک د استعمالونکو له هرکلی سره مخ شوي او په دې برخه يې له مارک زوکربرګ او د فېسبوک له ادارې څخه مننه کړې ده.