د اضغر ستانکزي ناروغۍله امله، راشد خان یې پر ځای سرپرست لوبډل مشر ټاکل شوی

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب۸مه) د افغانستان کرکټ بورډ ادارې پر خپلې رسمي وېب پاڼې خبر خپور کړی، چې د ملي لوبډلې لوبډل مشر د اپنډيکس عملیات له کبله، د لوبډلې مشري به تر هغې راشد ارمان کوي.   اضغر ستانکزي تیره ورځ نا وخته د زیمبابوې په یو روغتون کې د اپنډیکس عملیات کړی دی.
 
ویل شوي، چې ستانکزی به تر ۱۰ ورځو پورې په هیڅ کوم ډول سیالۍ کې ونه لوبیږي.
 
ستانکزی په داسې حال کې له لوبډل مشرۍ لرې کېږي، چې د راتلونکې مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالۍ پیلیدونکې دي.
 
 یادونې وړ ده، چې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو تمریناتي لوبې سبا پیل کیږي، چې افغان لوبډله به سبا په لمړۍ سیالۍ کې دویسټ ملي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي.
 
سیالي به سبا د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو سره پیل شي.