سري دېوي د زړه له حملې نه، بلکې تصادفي ډوبېدو له امله مړه شوې

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۷مه) تازه راپورونه ښيي، چې د هند سینما مشهوره ستورې په دوبۍ کې د تصادفي ډوبېدو له امله مړه شوې ده.
د شنبې په ورخ د رسنیو په ګڼو راپورنو کې ویل شوي و، چې هغه د د زړه حملې له امله مړه شوې ده.
اغلې سري دېوي ۵۵کلنه سینمايي اکټره وه.
ویل شوي، چې نوموړې د یوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره له خپل مېړه بوني کپور او خپلې لور خوشي سره دوبۍ ته تللې وه.
تازه د فورېنزیک څېړنو رپوټ ورکړی، چې دیوي د زړه حملې له امله نه، بلکې د ناڅاپي ډوبیدو له کبله مړه شوې.
راپورونه ښيی، چې د سري دېوي جسد د دوبۍ د پولیسو له خوا د سري دېوي کورنۍ او د هند کونسلګرۍ ته ورکړل شوی.
هغې ۵ لسیزې د هند سینما وتلې ستورې پاتې شوې ده.
نوموړې تر اوسه په ۳۰۰ فلمونو کې کار کړی و چې وروستی فلم (مام) به یې د هغه تر مړینې وروسته بازار ته ووځي.