
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب۷مه) د سامسونگ کمپنۍ په رسمي ډول د "گلکسي۹ايس" او "گلکسي۹ ايس پلاس" موبایلونه بازار ته وړاندې کوي.
تمه ده، چې دا موبایلونه د وروستیو کلنو تر ټولو په زړه پورې موبایلونه وګڼل شي.
په دې موبایلونو کې لوړ کېفیته کامرې موجودې دي.
گلکسیي ۹ ايس ۵.۸ اینچه سکرین لرلو سربیره، لوړه بترۍ هم لري.
بل خوا گلکسي ۹ ايس پلاس بیا ۶.۲ اینچه سکرین لرونکې دی، چې دوه کامرې او د ګلکسي ۹ایس په پرتله قوي بترۍ هم لري.
گلکسي ۹ ايس او ۹ايس پلاس سره ډير توپیر نه لري، خو یوازې د کمرې او فلش په ځایونو کې سره متفاوت دي.
د لومړي ځل لپاره، دغه موبایلونه په "اسټریوپ لاسپیکرونو" سره سمبال دي.
د سامسنگ شرکت ویلي، چې دغه موبایلونه به د روان میلادي کال مارچ میاشتې په دویمه بازار ته وړاندې کړي.
ویل شوي، چې د گلکسي ۹ ایس، ۷۲۰ډالره او د گلکسي ۹ ایس پلاس بیا۸۷۰ډالر ارزښت ټاکل شوی دی.