
د ښكلي موسم پسرلي ښكلى سهار ؤ.
د ښكلي كتاب ښكلې پاڼې مې اړولې را اړولې!.
ناڅآپه مې زړه دې زړه را ښكونكي طبيعيت د ځان خوا ته واړاوه.
زه له ځان سره خاموشه پاتې شوم، كتاب مې بند كړ او كېمېښود.
د باندې په ازاده فضا كې د مرغيو شور ماشور، د بوراګانو او بلبلانو چڼ او چوڼ د سرو زېړ او رنګارنګو ګلانو خوشبوييو فضا ښكلې كړې وه.
په ازاده فضا كې اموخته الوتونكي ښكته پورته الوتل، د ګلونو په څانګو د ونو په ښاخونو يې ټالۍ وهلې.
د وړې فوارې اوبو زېړه زرغونه جوړه كړې وه.
زما ښكلې موسيقي ډېره خوښېده، خو ما تر اوسه داسې څه نه وو اورېدلي، چې موسيقي دې زما تر پام رابده كړي، خو نه! ما چې څنګه فكر كاوه، هغسې نه شوه!، ما غلطي كړې وه، د موسيقي آواز خو ښه نه وي. دا لومړى ځل ؤ، چې ما له لرې لرې نه، د كو، كو، كو آواز اوريده او موسيقي يې زما تر پام بدوله.
ډېره خوشاله وم، چې زما په ژوند زما وطن ته داسې ښكلى موسم ر اغلى ؤ.
تاسو څه فكر كوئ، دا به دروغ وي، نه، نه هېڅ دروغ نه دي، نه دا زه نه منم، تاسو راشئ، هلى تاسو راشئ، زما په وطن كې ښكلى موسم وګورئ، ناڅاپه مې فكر بلې خوا ته واوښت!!.
هغوى مې پر ځاى پرېښودل.
نه! نه! نه، تاسو مه راځئ، ځئ، ځئ، تاسو مه راځئ، تاسو ښه خلك نه يئ، تاسو د وطن په چم كې ښكلې غوټۍ شكوئ، تاسو مه راځئ.
تاسو د ښكلي موسم په ښكلي سهار كې د ښكلي چمن په لمن داغ پورې كوئ، ځئ، ځئ، ځئ!!.
په همدې كې اخته وم، چې مور مې غږ راباندې وكړ، ژر شه لورې، د مكتب دربآندې ناوخته شو، څه وخت ځې مكتب ته؟. چې كله راپورته شوم، سترګې مې وموښلې، ناووخته ؤ، وارخطا مې يو خوا او بل خوا ته وكتل، هېڅوك نه وو، خوب مې ليدلى ؤ.
اُف څه ښكلى خوب، خدايه ته خو داسې هم وكړې، چې زموږ په وطن كې د ښكلي وطن پسرلي په راتګ سره زموږ وطن ښكلى او رنګين شي.
خدايه! خدايه!
خدايه ته يې وكړې!!.
شكېبا احمدي- لغمان
روهي ويب پاڼه-د واورې مجله