په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشریکۍ او همدردۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د غمشریکۍ او همدردۍ پیغام
په ډیر خپګان ، درد او غم سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د هيواد ملي، سیاسي شخصیت ، نومیالي څیړونکي، ستر لیکوال او شاعر د ویښ ځلمیانو او خدایي خدمتګارۍ غورزنګونو نه ستړیکیدونکي  لاروي  سرمحقق عبدالله خدمتګار بختاني  ددې فاني دنیا نه سترګې پټې کړلې او ابدي دنیا ته یې رحلت وکړ  انالله واناالیه راجعون.
 
ټولنه ددې هېواد دوست ، وطن پرست ، رښتیني زیاکښ  ، صادق  او مهربان شخصیت مړینه  د هېواد د پاره ستره او نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي. دوی ته د لوی څښتن په دربار کې د فردوس جنت  د دوعا هیله کوي او د کورنۍ غړي، خپلوان، دوستان ، د هېواد علمي ــ ادبي  فرهنګي کورنۍ او ټول لوی افغان ولس چې دوی پرې بې له شکه ډیر ګران وو، صبر، زغم او روح ته یې دوعا کولو ته رابولي. ددې ترڅنګ زمونږ  ټولنه ویاړ لري  ، چې دې ستر شخصیت  یې په ډیرو علمي ــ نړیوالو سیمینارونو کې ګډون کړی دی څېړنیزې، علمي هراړخیزې ویناګانې یې کړي او د ټولنې ډیر نږدې خواخوږی  او همکار پاتې شوی دی ، چې د ټولنې په ستاینلیک هم ستایل شوی دی. هیله ده اولادونه یې هم  د لارې لارویان پاتې شي. روح دې ښاد وي.
د ټولنې د مشرتابه جرګه
پوهندوی دیپلوم انجینر سیدحسن