د والیبال او کورش فدراسیونونو لپاره، نوي رییسان ټاکل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۶مه) د افغانستان بدني روزنې ریاست مسوولین وايي، چې والیبال او کورش فدراسیونونو لپاره یې نوي رییسان ټاکلي دي.
 
د دغه د ریاست د معلوماتو له مخې، د بېلا بېلو فدراسیونو لپاره د نویومشرانو د ټاکنې په لړ کې محمد ناصر نوري د والیبال او سید محمود دشتي د کورش د فدراسیون د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
 
د هېواد د بېلا بېلو ورزشي فدراسیونونو لپاره ټاکنې له تېرې يوې میاشتې راهیسې روانې دي.
 
ویل شوي، چې ددې ټاکنو په بشپړېدو سره به د المپيک د ملي کمېټې د ریاست ټاکنې هم ترسره شي.