
روهي (يوه نۍ/د کب ۶)، د هند د بالېوډ سېنما مشهوره لوبغاړې سري دېوې، د زړه د ناروغۍ له امله د ۵۵ کالونو په عمر په دوبۍ کې مړه شوه.
آغلې دېوې په ۱۹۶۳ کال کې د هندوستان په تامل ناډو کې زېږدلې وه، نېږدې پنځه لسيزې يې د هند په سېنما کې کار وکړ او شااوخوا په ۳۰۰ فېلمونو کې رول لوبولی.
سري دېوې په ۱۹۹۶ کال کې له بوني کپور سره واده وکړ، د ګډ ژوند ثمره يې د خوشي او جهانوي په نوم دوه لوڼې دي.
د سري دېوې د مرګ د خبر په اورېدلو سره په نړۍ کې د نوموړې مېنوالو، خواوخوږۍ او غمشريکۍ څرګندې کړې دي.
سري دېوې په افغانستان کې په ډېر شمېر مېنوال لري. د نوموړې د (خدا ګوا) په نوم فېلم ځېنې برخې په افغانستان کې ډکې شوې دي او په دې سره په افغانستان کې د خلکو ترمنځ شهرت لري.
د سري دېوې ورستی فېلم (مام) نوميږي، چې د نوموړې له مړېنې وروسته به بازار ته ووځي.