څېړونکى استاد عبدالله بختانى هم ومړ

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۵مه) د هيواد وتلى ليکوال او څېړونکى استاد عبدالله بختاني هم نن خپل روح ملایکو ته وسپاره.

نوموړی د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د بختان د کلي اوسېدونکى و.
 
هغه لومړنۍ زده کړې په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړې وې.
 
ویل شوي، چې وروسته یې بيا د نورو استادانو څخه عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحوه، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننگرهار او کابل په ولسي مدرسو کې، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار ولوستل. 

د اروښاد استاد بختاني په لسګونه کتابونه چاپ شوي او لسګونه نور يې چاپ ته لا تيار دي. 
روح یې ښاد!