(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب ۵مه) د افغانستان دوو مبارزو لوبغاړو تیره شپه په یوه نړیواله سیالۍ کې خپل سیالان مات کړل.
دغو لوبغاړو د متحده عربي اماتو په دوبي ښار کې د اې سي بي نړیوال سازمان په چوکاټ کې په جوړه شویو لوبو کې ګدون کړی وو.
په لومړۍ لوبه کې احمد ولي هوتک وکولی شو، چې خپل اوکرایني سیال ولادسلاوف ستیپانوف مات کړي.
هغه په دریو رونډونو کې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره بریالی شو.
بل خوا باز محمد مبارز هم په دې وتوانید چې خپل سکاټلندي لوبغاړی ایین فینان بیا مات کړي.
دغه مبارزینو په خپله برخه کې د نړۍ تکړه ـ تکړه نورو لوبغاړو ته هم چېلنجونه ورکړي دي.
وروستي