
د پرمختګونو په دغه زمانه کې چې موږ له ډيرو اسانتياوو برخمن يو او لاس رسی ورته لرو، يو له هغو سمارټ فون (ګرځند ځيرک) دی؛ چې په مرسته یې موږ له بې شمېره ګټو څخه په هر ځای او هر وخت کې استفاده کولای شو.
خو طبيعي ده چې هر څه له ګټو سره، سره تاوان هم لري د ځيرکو تلفونونو غټه ستونزه دا ده چې هکران په خلاص مټ کولای شي ستاسې په اړه له هر راز پټو او ښکاره معلوماتو خبر شي او سر دردې درته جوړ کړي، معلوماتو ته د لاس رسي لار دومره اسانه او ساده ده چې هکران آن يوازې ستاسې د ټيليفون د شميرې په درلودلو سره ستاسې د ټليفون مايک او کیمرې ته لاس رسې پیدا کولای شي. له همدې لارې کوی شي ستاسې ويډيو ثبت کړي، غږ مو واوري او تاسې مشکلاتو سره مخ کړي.
که ځير شوي یاست ځينې وخت مو موبايل چارج له اندازې زيات مصرفوي او ام بي مو پرته له استعمال خرچ شوی وي نو موږ بیا د دې چارې پړه په مخابراتي کمپنيو ور اچوو خو نۀ داسې هم کيدای شي چې ستاسې غږ او ځای ځایګی د هکرانو له لورې څارل کېږي.
يوازې دا نۀ ده چې هکران به ستاسې د غږ او ويډيو معلوماتو په ترلاسه کولو بسنه وکړي؛ هکران غواړي ستاسې فيسبوک،ايميل، او د بانکي حسابونو په اړه هم معلومات ولري؛ او دا ټولې چارې ستاسې له يوه کلیک سره تړلي دي د سارې په ډول د يو نا پيژاند ايميل يا پيغام ليدل او ځوابول ستاسې د ټيليفون ټول معلومات او ځای هکرانو ته ور په ګوته کولای شي.
ډيرې خلک په دې باور دي چې ګوندې دا چاره نا شونې ده او هيڅ امکان نه لري خو نۀ داسې نه ده زه په پوره ډاډ وايم چې هکران دا چاره په ډيره اسانه او ساده توګه تر سره کولای شي.
سوال دا دی، نو ولی تلفوني او انترنيتي شبکې په دې اړه اقدام نه کوي؟ او يا مخنيوی يې شونی دی؟
د دې په اړه ډيرې هيکران وايي کمپنۍ هر کال د خپلو مشتريانو د حفاظت لپاره نوي تخنيکونه او سيکورټي سیسټمونه په کار اچوي او خورا ډيرې پيسې مصرفوي خو بيا هم موږ يو نه يو لاره پيدا کوو.
د يو سیستم يا تلفون سل فيصده خوندي ساتل ممکنه ده خو ډيره سخته او پر مصرفه تماميږي، لکه مثال په توګه د يو عادي تلفون سيکور کول په مثال د يو عادي انسان ته د جمهور رييس په څير سيکورټي ورکول دي.