دوستي

نجلۍ د وره پر ماته دړه پوزه چیته کړه، خړه لمده سترګه یې، نري چاک ته برابره شوه، په کوټه کې د ناستو خلکو ګونځې څېرو ته یې وکتل....

ملک صاحب لاسونه پورته کړل، د ګوتې غمی یې له کړکۍ رالوېدلي لمر ته وځلېد....
دعا وشوه، ملک صاحب مرۍ تازه کړه، ویې ویل:

- یو ځل بیا وایم، چې د جرګې د پرېکړې په اساس د مرحوم یارداد د قتل قضیه همدلته وتړل شوه، وروسته له دې به د یارداد ورور، د دښمنۍ پر ځای، د خانک د خسرتوب حق پر ځای کوي....

پشۍ وچونګېده، نجلۍ ټوپ کړل، ورو- ورو شاته شوه، له دهیلز ووته، په ریږدېدلي لاس یې د خونې تور ور پرانیست، پر دېوال ځړېدلې بکسه یې را واخیسته، ځنځیر یې کش کړ، د اتم ټولګي ریاضي یې راوویسته، وړاندې یې پر اوسپنیز بکس ګېډۍ کتابونو ته وکتل. وروڅښېده، کتابونه یې را واخیستل، ریاضي یې د اتم ټولګي تر حدیث شریف لاندې کړه....

ور خلاص شو:
—لورې!
نجلۍ ور منډه کړه، د پلار ډکو سترګو ته یې وکتل، سر یې وځړېد. څو شېبې وروسته نجلۍ د خانک په غېږ کې ورو- ورو سونګېده.
پای