د کورنۍ ماشومانو خپلمنځي ځورونه (Bullying) او د سکیزوپرینیا ناروغي

دا واضح خبره ده چې د یو کس ځورول او ویرول د رواني ګډوډیو لامل ګرځي او په قرباني کس کې د رواني ناروغیو د پیدا کیدو احتمالات زیاتوي. خو که ځورونه د کورنۍ د غړو یعنې خویندو او ورونو تر منځ واقع شي د رواني ناروغیو خطر درې چنده کوي.

د افغانستان په اکثره کورنیو کې د ماشومانو د پیداکولو شمیر نسبتا نورو هیوادونو ته زیات دی، چې د رواني ناروغیو احتمالات زیاتوي او افغاني کورنۍ د بیلابیلو رواني، اقتصادي، اجتماعي، کورنيو او داسې نورو مشکلاتو سره زیات مخ کیږي او اکثره وخت خو دا مشکلات د ډیرو شدیدو ناروغیو باعث هم ګرځیدلای شي.

داسې مثالونه هم شته چې ټوله کورنۍ د یوه هلک یا یوې انجلۍ د غلطښ له وجې تباه کیږي او په اجتماع کې د رواني، اقتصادي او اجتماعي کشمکشونو سره مخ کیږي. دا ټول له دې کبله چې له لویه سره د ماشومانو مور او پلار خپل ژوند او ماشومانو ته کافي توجه نه وي کړي.

که ځیر سو مور او پلار د ماشومانو د ژوند د سمبالولو اړوند ډیر دروند مسولیت لري او د ماشومانو ژوند ته باید هر اړخیزه پاملرنه وکړي. البته زه د نورو اړخونو څخه تیریږم او د خپلو ګرانو هیوادوالو لپاره د ماشومانو پر اړیکو، یو د بل سره رویې او رواني موضوعاتو او خاصتاً د ماشوم یو او بل پر ځورونې یا (Bullying) باندې رڼا اچوم.

له دې څخه مخکې چې اصلي موضوع روښانه کړم غواړم تاسو ته د ځورونې چې په انګلیسي کې ورته بولینګ Bullying ویل کیږي یو لنډ تعریف وړاندی کړم.

ځورونه یا بولینګ یو ناغوښتل سوی او تعرضي رویه ده چې عموما د نويږ ځوانانو یا کوچنیانو له خوا څخه یو پر بل تر سره کیږي او په پایله کې قرباني کس د ناراحتۍ احساس کوي. ځورونه کیدای شي یا په فزیکي شکل وي او یا هم په ژبه سره وي؛ لکه د یو کس توهین کول، له خپل ډلې څخه شړل، یو کس ته بد رد ویل، د یو کس په اړه غلطې اوازې خپرول، یو ماشوم ته اخطار ورکول، د نورو کوچنیانو له ده څخه لیرې کول، یو کس د نورو اشخاصو په منځ کی شرمول او داسې نور.

د نويې څیړنې پر اساس چې په انګلیستان کې د وارویک په پوهنتون کې تر سره شوي په ډاکه سوه، چې په هغه کورنیو کې چې خویندې او ورونه یو بل ویروي او ځوروي، په هغه ماشومانو کې د رواني ناروغیو وده کول په ځوانۍ او یا د ژوند په وروستیو کلونو کې درې برابره زیاته ده تر هغه خویندو او ورونو چې یو او بل نه ځوروي.

په نوموړې څیړنه کې د ۳۶۰۰ کوچنیانو لپاره کوم چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو پورې وو، سوالنامې ډکې شوې.

په دې ډله کې هغه کوچنیان هم موجود وه چې ځورول شوي وو او هغه ډله هم وه چې ځوریدل یې کړي وو او هغه ډله هم موجود وه چې هم یې ځوریدل کړي وو او هم بیرته ځورول شوي وو.

د هغه څخه وروسته هغه کوچنیان چې کله ۱۸ کلنۍ ته ورسیدل بیرته امتحان کړل شول او معیاري سوالنامې یې ډکې کړې. د هغوی له جملې څخه هغه کوچنیان چې په دوامداره توګه ځورول شوي وو او یا یې نور ځورولي وو، د سکیزوپرینیا ناروغۍ په نښو اخته شوي وو، چې د هغوی ماشومانو شمیر تقریبا ۵۵ تنو ته ورسید. یعنی څومره چې د ځورونې کچه لوړیدل په هغه اندازه سره د سکیزو پرینیا او نورو رواني ناروغیو د نښو شتون هم زیات وو.

هغه کوچنیان چې هم په خپل کور او هم مکتب کی ځورول شوي وو د هغوی چانس د سکیزو پرینیا ناروغۍ په مبتلا کیدو باندې تقریبا ۴ برابره وو يانې له هغه څخه هم زیات وو.

دا له دې کبله ده چې ماشوم په اجتماع کې ډیر وخت نه تیروي او که په اجتماع کې یو ماشوم د یو پردي کس له خوا څخه و ویرول شي او وځوریږي د ده لپاره هغه ډیر مهم نه وي نو نوموړی کس بیرته کورنۍ ته رجوع کولای شي تر څو د کورنۍ د غړو سره خپل مشکلات شریک کړي او پر هغو یې اعتماد د هر چا څخه زیاد دی او د خپلې کورنۍ مشوره او ډاډګیرنه د ماشوم د پاره ډیر رواني سکون بخښي، خو که نوموړی ماشوم د خور یا ورور لخوا څخه وځوریږي یا وویرول شي نو په ماشوم کې د ناامیدی، د ځان ملامتیا، د اجتماعي ماتې، ویرې، خپګان او بې وسۍ احساسات زیږوی. نوموړي عوامل د رواني ناروغیو په پیدا کولو کې رغنده رول لوبوی.

په دې ناروغیو کې (Schizophrenia) سکیزوپرینیا ناروغي هم شامله ده. سکیزوپرینیا ډیره خطرناکه رواني ناروغي ده. پدې ناروغۍ کې ناروغ کس د شیانو د لیدلو او اوریدلو په اړه شکایت کوي. افکار او خبرې یې غیرې معقولي وي. احساسات یې پر ځای نه وي د خندا په وخت کې ژاړي او د غم په وخت کې کله کله خاندي. د ناروغ کس درک سم نه وي. د ډیر خپګان څخه ځوریږي. کله کله د ځان وژنې هڅه هم کوی.

د ناروغ په رویه کې ډیر لوی او منفي تغیرات لیدل کیږي. په اجتماع کې مثبت رول نه شي لوبولای. په ورځنيو کارونو کې، په عبادت کې په کورنۍ کې او دا ډاول د ژوند په نورو اړخونو کې یې منفي تغیرات رامنځته کیږي. د یادې ناروغۍ علاج تر اوسه نه دی کشف شوی خو نښې او نښانې یې تر یو حده پورې کمېدلی شي.

ددی څخه برعلاوه په دې ډله کې د بایپولر (Bipolar Disorder) ناروغي هم شامله ده، چې ماشوم پکې کله کله بې حده خوښ او کله بیا پر عادي موضوع ډیر خوابدی وي. په توجوع، خوب، رویه، افکارو او فزیکي ځواک کې يې منفي تغیرات رامنځته کیږي، چې په ذمن کې د نورو بیالوژیکي او عصبي ناروغیو لامل ګرځي.

په پایله کې باید ووایم چې مور او پلار باید ددې موضوع اړوند اقدام وکړي تر څو په کورنۍ، شااوخوا چاپیریال او همداشان په مکتب کی د ماشومانو تر منځ د تعرضي رویې او ځورونې (Bullying) څخه مخنیوی وکړي.