(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، کب لومړۍ) د افغانستان کریکت لوبډلې تکړه ملي لوبغاړی ښاغلی راشد خان د نړۍ په کچه په یوه ورځینو سیالیو کې لومړی مقام خپل کړ.
ویل شوي، چې د افغانستان ملي لوبغاړی راشد خان په توپ اچونه کې لومړی او د هند ملي لوبغاړی کولی بیا په توپ وهنه کې لومړی مقام خپل کړی دی.
په نړۍواله کچه راشد خان لومړی توپ اچونکی دی چې په کم عمر کې دا مقام نیسي.
تر دې وړاندې په دې مقام کې هندي جېسټ پرهېټ بومرا و.
راشد خان په ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ ویکټو په ترلاسه کولو او د ۷۸۷ پاینټونو په لرلو د یو ورځنیو سیالیو لومړی مقام خپل کړ.
هندی لوبغاړی جسپرت بومرا هم ۷۸۷ پاینټونه لري ۳۷ سیالۍ یې کړي خو یواځې ۶۴ ویکټې یې اخیستي دي.
وروستي