دافغانستان کریکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ باید د لوبغاړو حق تر پښو لاندې نه کړي

د کریکټ ملي لوبډلې هر یو لوبغاړی ته احترام لرم، پرون اتلان وو، نن دي او سبا به هم اتلان وي. اتلانو د افغانستان دپاره نه هیریدونکي هلې ځلې کړیدي چې په دغه باندې څوک سترګې پټوي، نو دا لویه جفا ده دې اتلانو سره.

موږ چې هره ورځ چغې وهو چې ځوانو لوبغاړو ته باید چانس ورکړل شي، د زمبابوې سریزو سره په لوبه کې ځوان لوبغاړو په اثبات ورسوله چې له استعدادونو نه ډک دي او د ملی لوبډلې وړتیا لري.
په لوبډله کې مثبت بدلونونه غواړو ځکه چې د بیټنګ په برخه کې افغان لوبډله د تل په څیر د مشکلاتو سره لاس او ګریوان ده. ملي لوبډلې ته دوه یا درې نور ځوان لوبغاړي د بیټنګ په برخه کې په کار دي چې ځای ورکړل شي تر ځو د بیټنګ ستونځه یې تر یوې اندازې حل شي په دې سره مو لوبډله نوره هم پیاوړي کیږي.

د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالۍ په مخکې دي او د افغان لوبډلې دپاره خورا مهمې دي.
اصغر ستانګزی باید له کپټانۍ نه لرې او پرځای یې باید محمد نبي یا راشد خان د لوبډلمشر دنده پر غاړه واخلي. اصغر باید له لوبډلې هم لرې او پرځای یې نجیب ترکی، عثمان غني یا جاوید احمدي ته چانس ورکړل شي. د نجیب ځدران پرځای باید شاهد کمال ته چانس ورکړل شي، ځکه چې شاهد کمال کیڼ لاسی بیټسمین او یو ښه سپینر بالر هم دی چې په نولس کلنو، شپږیږه سیالیو، څلور ورځینیو لوبو کې ډیر ښه وځلیدو کوم چې د محمد نبي نه وروسته یو بهترین الرونډر دی چې تاسو ټول یې شاهد یاست او تعریف ته یې ضرورت نشته. د ګلبدین نائب پرځای باید فضل نیازي ته چانس ورکړل شي چې فضل نیازی په دا خلي یا کورنی کریکټ کې یو ثبت شوی لوبغاړی دي او د نیازي په استعداد باندې سترګې پټول هم خیانت دی.

افغانستان یو بل تیز بالر ته ډیر ضرورت لري، که نوین الحق لوبډلې ته واخلي یو خوا به د دولت ځدارن جوړه پیدا شي، بلخوا به دافغانستان تیز بالینګ نوره هم غښتلی شي.

په نولس کلنو لوبډله کې داسې ځوان لوبغاړي لرو چې حتی د کریکټ نړیوال مبصرین ورته ګوته په غاښ وو. موږ او تاسو یې ټول شاهدان و. لکه مجیب ځدران، نوین الحق، بهیر محبوب، رحمن الله کربز، قیس احمد، اکرم علي خیل، درویش رسولي دا هغه لوبغاړي وو چې نړیوال مبصرین یې حیران کړي وو.

نوټ: د کریکټ بورډ څخه هیله کوم چې د نولس کلنو ځوانانو تنکي استعدادونه په لوی لاس مړه نه کړي او دوی ته سل فیصده باید چانس ور کړل شي او که چانس نه ور کوي، نو کریکټ بورډ باید نولس کلنو لوبډلې ته د نړۍ د فول میمبر شیپ د نولس کلنو لوبډلو سره سریزونه تیار کړي.

متل دی وایې چې: هم حرما هم ثواب یو خوا به ځوانان تجربه، غښتلتیا، پیاوړتوب او د ملي لوبډلې د پاره به تیار لوبغاړي وي. بلخوا به مو دغه تنکي استعدادونه له لاسه نه وي ورکړي.
قسم په خدای که بیا کریکټ بورډ داسې استعدادونه پیدا کړي.