اړیکه

ښځې چیغه کړه، په لوګي تور لاسونه یې مخ ته ونیول، سر یې وځړېد. سړي چپلکه لرې وغورځوله، دېوال ولګېد، په کوټه کې د وېرېدلو ماشومانو پر سر سپینه خاوره راتویې شوه....
ځوان، ناسته ښځه تر ویښتو ونیوه، ټیټ شو، پر شنه کمپله یې ګونډه ووهله، په بنګېدلي انداز یې وویل:
— ووایه، چېرته دې ورک کړی، ووایه زما خو دې خونه سپېره کړه!؟؟
ښځې وټوخل، د تور ټکري څنډه یې سسته کړه، په بنده ساه یې شونډې پرانیستې:
— نشته، هغه تېره ورځ مې د واسکټ په جیب کې درته کېښود....
سړي سترګې کش کړې، پاڅېد، توره ډنګره ګوته یې د ښځې پر ککرۍ تخته کړه، په غوسه یې وویل:
— د نه سړي لورې، چې نیم سات وروسته راشم؛ یا به فلش وي، یا درې شګې. ډب شو، ور یې ورپورې کړ، له لخکه سپېره ګرد پورته شو....

ماشومانو منډه کړه، غبرګ - غبرګ لاسونه یې تر مور تاو کړل، له خاورینې کوټې غلې ژړا راوته....
سړی دروازې ته ورسېد، ځنځیر ته یې لاس کړ، په لستوڼي یې د وینو څاڅکي ولیدل، ودرېد، شاته یې وکتل، د طناب په پړي یې ځوړندې پاکې جامې تر کمزوري نظر تېرې کړې او له کلا ووت....
مبایل درې زنګه تېر کړل، شېبه وروسته ډډ ښځینه اواز راغی:

— هلو، ګرانه ستړی مشې.
د ځوان څېره وغوړېده، په خوښۍ یې وویل:
— څنګې یې ګرانې، صحت دې ښه دی، ته غوږ شه یو ښه زېری درکووم؛ نن مې بیا ښه وډبوله.
چورت مه وهه ډېر زر به یې له کوره ورکه کړم....
ټیټ غږ راغی:
—مننه ګرانه؛ خو اوس مې پلار راغی، زه وروسته درته زنګ وهم.
ځوان جېب ته لاس کړ، فلش یې راوویست، موسک شو او د مبایل پر پرې اړیکه یې سترګې خښې کړې.
پای