افغانستان د کرکټ په ډپلوماسۍ کې هم پاکستان مات کړ

دا څرګنده ده چې نن سبا د زياترو هيوادنو مشران، د تروريزم د ملاتړي هيواد په توګه د پاکستان د نوم اخيستلو هيڅ فرصت له لاسه نه ورکوي، اودا چې تر ټولو زيات زيان ددې هيواد شاوخوا ګاونډيو ته رسيږي نو معلومه ده چې د ياد هيواد د سياسي او اقتصادي انزوا لامل هم د همدغو هيوادونو چټکې هڅې دي او فکر نکوم دا رول تر هغه وخته چې پاکستان خپلو مزاحمتونو ته د پای ټکی کښنږدي، ودريږي.

د ګاونډيو هيوادونو ناخوښي، په نړيواله کچه د مرستندويه سازمانونو خفګان، په سيمه ايزه کچه د مرستندويه سازمانونو پريکون، ددې هيواد د سوداګريو ټولو لاينونه له پامه غورځول، د دوی د روايتي حريف (هند) پر وړاندې يې پريکنده ناکامي او لاانزوا ته يې د هغوی مکرره لابي، له خليج هيوادونو سره د پخوا په پرتله د اړيکو کمزوري، د امريکا لاتيزوالی او ددوی سست والی، د روسيې نامراده رويباريانې، د چين ستړياوې او ددوی په دوه لويو صوبو کې د اوږدې مودې پراخه مخالفتونه تر خوځښتونو رارسيدل هغه څه دي چې پاکستان په سياسي او اقتصادي لحاظ د لاناکامۍ مراحل پخپله طی کوي او بشپړ يواځيتوب ته، خپلې شيبې شماري.

دا هم معلومه ده چې په ټوله کې ښه او بد پاکستانی له څو لسيزو راهيسې په سياسي، اقتصادي او ټولنيز لحاظ خپل حکومت، د هغوی کړنو او دددوی راتلونکې ته له يو بل څخه په پوښتنه دي او تر څنګ يې د پورته ټولو کيسو سره دا هم ډيره جالبه وه چې د ورزش په برخه کې (چې ددوی يواځينی هيله او هغه څه چې د پاکستان عوام يې تل د يوې لاسته راوړنې او زبردستې تفريح په توګه پيژني) د دوی ګاونډي افغانستان لخوا د کرکټ په ډپلوماسۍ کې هم د دوی پاکستان ورمات کړ او په دې هغه وخت خبر شول ددې هيواد کرکټ بورډ عمومي مشر نجم سيټي په خپلو خبرو کې په زغرده په دې اعتراف وکړ.

وروسته له هغه چې په پاکستان کې نړيوال کرکټ ته د پای ټکی کيښودل شو نو بې له شکه متحده عربي امارات د پاکستان کرکټ لپاره دويم کور پيژندل کيده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پکې نړيوالې لوبې او خپل کورنی تر ټولو ستر تجارتي ليګ پي ايس ايل پرمخ بيول چې پکې پاکستان هيواد ته وخت پر وخت د هر ډول آسانتياوې فرصتونه هم موجود ول؛ ولې دا چې ولې په دومره تصادف او بيړنۍ توګه دوه ورځې وړاندې د متحده عربي اماراتو لخوا پاکستان ته د دوی د هغه سيريز د کوربتوب لپاره چې د روان کال په وروستيو کې يې له نيوزيلنډ او آستراليا سره متحده عربي اماراتو کې پلان کړی وو غوڅ انکار وکړ او لامل يې هم فقط او فقط په په ياد وخت کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان پريمير ليګ ترسره کيدل ښودلي.

ددې ترڅنګ په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان سوپر ليګ ترسره کيدل چې فبروري کې پلان شوي دي هم له ستونزو سره مخ ده چې په ترسره کولو سره به يې هم پاکستان له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

معلومه ده هغه چاته چې متحده عربي اماراتو يې کلونه کلونه کوربتوب کې بهترينه ملګرتيا کوله، نن ځواب ورکوي او پر ځای يې په زغرده د نړيوالو ميډياوو مخکې پرې د افغانستان کورنيو لوبو ته غوره والی ورکوي، بې له شکه د کرکټ له نړۍ او په ځانګړې توګه له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه د غوره تګلارو پايلې دي.